1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نایجیریا د شریعت تر نافذیدو شل کاله وروسته؛ خلک اوس څه وايي؟

۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

کله چي شل کاله دمخه د نایجیریا ځینو ایالتونو شریعت نافذ کړ نو ډیر مسلمانان یې له کبله خوشحاله ول. خو غیر مسلمانانو یې په مقابل کي نارضیاتي ښکاره کړه. خو نن ورځ بیا دې پریکړې ته په څه ډول کتل کیږي؟

https://p.dw.com/p/3S4qK
Nigeria Einführung der Scharia Nationalmoschee in Abuja
انځور: DW/K. Gänsler

د ۱۹۹۹م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۷مه نیټه د نایجیریا د زامفارا ایالت د هغه وخت ګورنر یا ایالتي صدراعظم احمد ثاني یریما، داسي یوه پریکړه وکړه چي ډیر ژورعواقب یې لرل. دې پریکړې له مخې باید د هغه په ایالت کي شریعت جاري سوای وای. یوولسو نورو ایالتونو چي مسلمانان پکښي اکثریت وه، هم د هغه لاره تعقیب او شریعت یې نافذ کړ. خو عیسویانو بیا د دغه تصمیم پر ضد احتجاجونه وکړل چې په نتیجه کي یې کشمکشونه رامنځته شول. د دغو پیښو په پایله کې د مسلمانانو او عیسویانو په ګډون په زرهاو انسانان ووژل سول.

د کوکا کاتولیک مرکز چي د دینونو تر منځ د دیالوګ له پاره کار کوي، اوسنی مشر عطا بارکیندو، هغه وخت په یاد راوړي او وايي: «موږ ډیره اندیښنه لرله. هیڅوک نه پوهیده چي دغه تصمیم به څه ډول عواقب ولری. زموږ هیواد تازه له پوځي دیکتاتوري راوتی وو. ډیره زیات غوسه موجوده وه.»

Nigeria Einführung der Scharia
ملا نورالدین لیموانځور: DW/K. Gänsler

«له شریعت څخه ناسم انځور»

امام نورالدین لیمو هم په یاد لري چي هغه وخت د ایالتونو د ګورنرانو دغه تصمیم څه ډول وهم او ویره رامنځته کړې وه. دغه اسلامي عالم د نیجر ایالت  په مینا کي د «نایجیریا د دعوت انستیتوت» د څیړنو د څانګې مشر دی.

دی وايي: «تر ټولو دمخه بیره له دې څخه موجوده وه، چي د هغه [د شریعت له نافذیدو] سره به څه تړلي وي: تسلط؟ د عیسویانو ځپل؟»

لیمو اوس دا خبره مني چي مسلمانانو هغه وخت د دغو ویرو د له منځه وړلو په برخه کې خپله دنده سمه نه وه سر ته رسولې.

د لیمو په خبره تر نن ورځې پورې له شریعت څخه داسې ناسم برداشتونه موجود دي چي له حقیقت سره هیڅ سمون نه لري. په خبره یې «ډیری غیر مسلمانان شریعت وحشیانه» بولي. دې زیاتوي چي په دې ناسمو برداشتونو کي دا هم شامل دي چې په شریعت کې د خلکو لاسونه پرې کیږي، غیر مسلمانان د دې دین منلو ته اړیږي او دا چي بشري حقونه په دوامداره توګه تر پښو لاندې کیږي.

دا په داسي حال کي ده چې مسلمانان بیا ټینګار کوي چې شریعت یوازې پر نورو مسلمانانو باندې نافذیږي او له همدې کبله د نایجیریا په شمال کي ایالتونه د شریعیت تر څنګ نور عدلي سیستمونه هم لري.

شریعت په دغه سیمه کي بې له هغه هم اوږد تاریخ لري. په ۱۹مې او ۲۰مې پیړۍ کي د بریتانوي استعمار تر پیلیدو مخکي د «سوکوتو په خلافت» او «کانیم بورنو په سلطنت» کې پلي کیده. دا دواړه هوسا او ځواکمنې دورې وې نو له دې کبله خلک شریعت له مثبتو مسایلو سره مرتبط بولي. عطا بارکیندو وايي چي «د نایجیریا شمالي برخو غوښتل بیرته خپل پخوانی شان او شوکت راژوندی کړي ځکه نو په ۱۹۶۰م کال کي د نایجیریا تر استقلال وروسته  د شریعت د بیا نافذیدو غوښتنې رامنځته ته شوې.»

Nigeria Einführung der Scharia
انځور: DW/K. Gänsler

شریعت د یوې سیاسي لیوالتیا په توګه

خو د شریعت د نافذولو امکان یوازي هغه وخت پیدا سو چي په ۱۹۹۹م کال کي د لسیزو نظامي دیکتاتوري ختمه او څو حزبه سیسټم رامنځته سو. د همدې کال په فبروري میاشت کي عیسوي اولوسيګون اوباسانجو د جمهور رييس په حیث انتخاب سو چي ورباندې د یوه عیسوي په توګه دا تور نه سوای لگیدلای چي هیواد اسلامپاله کوي.

کله چې شمالي ایالتونو شریعت نافذ کړ، نو هغه په دې پریکړه کې مداخله ونه کړه. له همدې کبله هغه د نایجیریا د مسلمانانو ملاتړ ترلاسه کړ.

خو تر نن ورځي پوري په نایجیریا کي د شریعت نافذیدلو ته د یوې سیاسي پریکړې په سترګه کتل کیږي چې هدف یې د احتمالي رای ورکوونکو د غوښتنو پوره کول وو. امام لیمو وايي چي «کله کله سیاستمداران د شریعت د کلمې څخه هغه وخت کار اخلي، کله چي دوی پوه سي چي دلته یا هلته اکثریت مسلمانان دي او کولای سي د هغوی او یا ملایانو ملاتړ حاصل کړي».

د نایجیریا د مسلمانو ښځو د اتحادیې فدراسیون مشرې حلیمې گابرییل، له پاره بیا شریعت تر سیاست ډیر څه دی او وایي چي شریعت د خلکو گډ ژوند تنظیموي. په خبره یې کله چي قوانین په سمه توګه تطبیق شي نو پایلي یې مثبتې وي. هغه په ځانګړې توګه د الکهولو له ممانعت څخه هرکلی کوي. هغه وایي چي پر الکهولو تر بندیز وروسته نارینه بیرته د خپلو اولادونو او ښځو پالنه کوي. خو اوس هم په تور بازار او ځینو رستورانتونو او کلبونو کي الکهول پیدا کیږي .

Nigeria Einführung der Scharia Atta Barkindo
عطا بارکیندو انځور: DW/K. Gänsler

حلیمه همدارانگه وايي چي «شریعت د دولت څخه دا تقاضا هم لري چي د خپلو اتباعو او په ځانګړې توګه د غریبانو غمخواري او پالنه وکړي». معنی دا چي د بېوزلو حداقل ضمانت وسي او یوه اندازه مرسته ورته وټاکل سي ترڅو هغوی کوښښ ونه کړي چي په غلاوو لاس پوري کړي. خو تر اوسه پوري لا هلته دغه ډول یوه دولتي مرسته موجوده نه ده.

په تیرو شلو کلونو کي د شریعت د نافذیدو راهیسي د امنیت، ښووني او روزني او زیربناو په برخه کي د نایجیریا په شمال کي ډیر لږ څه تر سره سوي دي. د نایجیریا په بل هیڅ ایالت کي دومره لږ کوچنیان ښوونځیو ته نه ځي لکه په شمال کي. شریعت د اسلامي تندلارو ډلو، لکه بوکو حرام د پراخیدو مخه هم نه ده نیولې او نه یې په هر ځای کي د حاکم اختلاس او اداري فساد مخه نیولې ده.

عطا بارکیندو وايي چي «څرنگه چي د شریعت تر نافذیدو شل کال وروسته د نایجیریا شمال  تر پخوا هم خراب سوی دی، نو لازمه ده چي ژر تر ژره پر دې باندي بحثونه وسي چي سیکولار نایجیریا باید څرنګه وي. په خبره یې شریعت ټولنه نوره هم سره ویشلې.«

qn/ms (DW: Katrin Gänsler)