1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهنایجریا

نايجيريا: د کښتۍ په حادثه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۴, چهارشنبه

په نايجيريا کې يوه کښتۍ چې د يوه واده کابو ۳۰۰ مېلمانه پکې سپاره ول، د ډوبه شوې ده. د چارواکو په حواله دمګړۍ په کښتۍ کې په سپرو کسانو پسې لټه روانه ده.

https://p.dw.com/p/4SXmz
نايجر سيند د نايجيريا له سترو سيندونو څخه يوه دی
نايجر سيند د نايجيريا له سترو سيندونو څخه يوه دیانځور: Patrick Meinhard/AFP/Getty Images

د پوليسو او سيمه ایزو چارواکو په حواله د نايجيريا د شمال په کوارا ايالت کې د دوشنبې په ورځ په نايجر سيند کې يوه کښتۍ د یوه لرګي سره تر ټکر کيدو وروسته دوه ټوټې شوې ده. په دې پېښه کې تر سلو ډېر کسان مړه شوي دي.

د کښتۍ دغه مسافرين په يوه واده کې تر ګډون وروسته راستانه شوي ول. چارواکو ويلي دي چې په کښتۍ کې تر ۳۰۰ ډېر کسان سپاره ول. 

د ژغورنې عمليات روان دي

د کوارا ايالت د پوليسو وياند اوکاسانمي اجای، د فرانسې خبري آژانس ته د تليفون له لارې ويلي دي: «د کښتۍ په پېښه کې تر اوسه د ۱۰۳ کسانو مړينه تائيد شوې ده او کابو سل تنه ژوندي ژغورل شوي دي.«

نوموړي وويل چې د «چهارشنبې په ورځ به هم د لټون او مرستې عملیات دوام پيدا کړي او د مړو شمير د ډيريدو انديښنه موجوده ده.»

اړونده موضوع:  نايجيريا: د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۱۵۰ کسانو د مړينې ويره

يوه سيمه ایز مسئول غبدلغنا لکپاړا وويل چې «په کښتۍ کې تر اندازې ډېر تقريباً ۳۰۰ کسان سپاره ول» او دا پېښه د دوشنبې په ورځ د سيمې پر وخت درې بجې د شپې رامنځته شوې ده او د ژغورنې عمليات تر پېښې څو ساعته وروسته پېل شول.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د کوارا د ایالتي مشر د دفتر له خوا په جاري کړل شوي اعلاميه کې ويل شوي دي چې اغیزمن شوي کسان په پتيګي سيمه کې د يوه واده په مراسمو تر ګډون وورسته راستانه شوي ول. 

په اعلاميه کې ويل شوي: «ګورنر ته د پتيګي د بېلا بېلو سيمو د اوسيدونکو د مړينې خبرونه را رسيدلي دي. زه د دې پيښې له اغیزمنو سره ژوره خواخوږي څرګندوم.»

په نايجيريا کې د کښتيو حادثې ډېرې رامنځته کيږي

د نايجير سيند د نايجيريا له سترو سيندونو څخه يو دی. خو په کښتيو کې د حده ډېرو مسافرينو ليږدول، د حفاظتي اقدامات کمښت او د اورښتونو پر وخت د سېلابونو له وجې په دغه هېواد کې د کښتۍ ډېرې پېښې رامنځته کيږي. دلته د تګ راتګ له پاره د کښتيو کارول عام دي.

ځينی سرچېنې وايي چې په نايجيريا کې پر سړکونو د وسله والو ډلو له خوا د اختطاف کیدو له ويرې زياتره خلک نزدې سيمو ته د سفر له پاره کښتۍ کاروي.

اړونده موضوع: نايجيريا: د مدرسې په لسونو ماشومان تښتول شوي

تېره مياشت په شمال لویدیځ سوکوتو ايالت کې يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې په پايله کې یې د ۱۵ کسانو مړينه تائيده شوې وه او نور ۲۵ تر اوسه لادرکه دي. دا کسان په لرګيو ټولولو پسې تللي ول.

تر دې کابو يو کال د مخه په همدې سيند کې ۲۹ ماشومان ډوب شول. دوی هم تر لرګيو ټولولو وروسته بيرته کورونو ته ستنېدل.

په تېر دسمبر میاشت کې د سيلاب له کبله په جنوب ختیځ امبارا ايالت کې هم يوه کښتۍ ډوبه شوله چې پکې سپاره لږ تر لږه ۷۶ کسان مړه شول.

د نايجيريا د اوبو د لارو د تنظيم ملي اداره د کښتيو د حادثو د مخنيوي په موخه د شپې د کښتيو پر چلولو د بندیز لګولو هڅه کوي. همدا راز تر حده ډېرو مسافرينو ليږدول هم جرم بلل شوی دی خو قانون ماتوونکي تل له دې مقررات سرغړونه کوي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP,AP)

زموږ له آرشيف څخه: