1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالنډ افغانستان کې د هوايي بريد په غرامت ورکولو محکوم شو

۱۴۰۱ آذر ۳, پنجشنبه

هالنډ په ۲۰۰۷م کال کې په افغانستان کې د يوه مرګوني هوايي بريد له کبله د غرامت يا تاوان په ورکولو مکلف دی. د هالنډ د يوې محکمې په خبره دغه بريد ناقانونه وو.

https://p.dw.com/p/4Jz9b
Niederlande Eindhoven 2014 | niederländische Soldaten, Abflug nach Afghanistan
انځور: Koen van Weel/AFP/Getty Images

د محکمې استدلال دا دی چې هالنډي عسکرو د پوځي او ملکي هدفونو ترمنځ د مقرراتو مطابق کافي توپير نه وو کړی. څلورو افغانانو چې په دغه پېښه کې يې لږ تر لږه ۱۸ خپلوان له لاسه ورکړي ول، د هالنډ پر حکومت حقوقي دعوا کړې وه.

د هالنډ جنګي الوتکو د نړيوالو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتو پرمهال د ۲۰۰۷م کال د جون مياشتي پر ۱۷نېټه د روزګان چورې ولسوالۍ ته څېرمه ۲۷ بمونه غورځولي ول. په دغه بمبارد کې ۱۸ بمونه پر ملکي کلاو وغورځول شول چې ډېر ملکي وګړي پکې ووژل شول.پر افغانستان د امريکا د بريد پایلې څه وې؟

د هالنډ د حکومت مدافع وکيلانو استدلال کړی وو چې طالبانو دغه کلاوې د پوځي موخو له پاره کارولې وې او دا چې سره له دې چې هلته ملکي خلک اوسېدل، خو بريدونه له دې امله د توجيې وړ ول.ترکيې پر شمالي سوريه هوايي بريدونه وکړل

قاضيانو بيا دغه استدلال رد کړ، ځکه چې تر هوايي بريد ۱۵ ساعته مخکې په دغه سيمه کې هيڅ ډزې نه وې شوې.

اې اف پي/ن.ص./ن.ز.