د چین د فضایې پروګرام د «نظامي موخو» په اړه د ناسا خبرداری
۱۴۰۱ تیر ۱۴, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو د فضایې ادارې (ناسا) مشر بیل نلسن، د شنبې (د جولای میاشتې ۲ نیټه) په ورځ له بیلډ آلمانۍ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې د چین پر فضایي برنامې غږیدلی دی.
نوموړي د چین د فضایي پروګرام «پوځي اهدافو» ته د اشارې تر څنګ، د هغې د پایلو په اړه خبرداری ورکړ: «مونږ باید په دې اندېښنه کې اوسو چې که چین د سپوږمۍ پر مخ ښکته شي او دا هیواد ووایي: سپوږمۍ زمونږ ده او د دې کُرې پر مخ ستاسې له پاره ځای نشته».
نلسن همدارنګه د فضانوردۍ په برخه کې د بین المللي همکاریو په هکله وویل چې د «آرتمیس» امریکایي پروګرام په خلاف، چینایان حاضر نه دي چې د خپلو څیړنو او تحقیقیاتو پایلې له نورو سره شریکې کړي او په مشترک ډول له سپوږمۍ څخه ګټه پورته کړي.
د چین د دولتي رسنیو د رپوټ پر بنسټ دغه هیواد په دې هڅه کې دی چې خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته واستوي. ظاهراً چین هڅه کوي چې د روانې پیړۍ په ۳۰ لسیزه کې د سپوږمۍ پر مخ یو دایمي تحقیقاتي تم ځای جوړ کړي.
د دې امکان شتون لري چې چینایان دغه تمځای له روسیې سره په ګډه جوړ او ترې استفاده وکړي.
امریکا په پام کې لري چې له ۲۰۲۵م کال وروسته د سپوږمۍ د سیارې پر لور یو ماموریت پيل کړي. ټاکل شوې ده چې په دې برخه کې به د سپوږمۍ په مدار کې استګاه یا تمځایونه فعالیت ولري.
امریکا یوازنی هیواد دی چې ستورمزلي یې د سپوږمۍ پر مخ ښکته شوي دي. د ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۲م کلونو ترمنځ په مجموع کې ۱۲ امریکایي ستورمزلو د ناسا د ماموریتونو په چوکاټ کې پر سپوږمۍ قدم ایښی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا
پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: