1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليبرازیل

د برازیل هوايي ډګر کې میشت افغانان د نوي ژوند په لټه کې دي

۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبه

د برازیل په ساو پاولو نړیوال هوايي ډګر کې پرتې کمپلې او په کراچیو کې نور وسایل د هغو سلګونو افغانانو اړوند دي چې په هوايي ډګر کې یې په موقت ډول اړولي دي. دوی د طالبانو تر حاکمیت وروسته اوس د نوي ژوند په لټه کې دي.

https://p.dw.com/p/4IEj2
Flughafen Antonio Carlos Jobim Rio de Janeiro
انځور: Antonio Scorza/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د تیر جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته سلګونه زره افغانان د تخلیې په ماموریتونو کې بهرنیو هیوادونو ته ولاړل. له دوی څخه ځینې یې برازیل ته رسیدلي دي چې د کال په پوره کیدو لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

برازیل د افغانستان تر سقوط وروسته شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ته د بشري حقونو اړوند ویزې ورکړي دي خو د دې هیواد ځايي چارواکي وايي چې دوی نه پوهیدل چې د افغانستان تر سقوط وروسته به لسګونه افغانان یوازې په روانه میاشت کې په ورځني ډول دغه هیواد ته را رسیږي.په کوسوو کې بند پاتې افغانان: «دلته مو ژوند د زندانیانو دی»

د ساو پاولو ګوارولهوس د هوايي ډګر د سیمې چارواکي وايي چې د دغه شمیر افغانانو شمیر ښايي لا پسې ډیر شي ځکه په ورځني ډول په اوسط څلور پروازونه له منځني ختیځ او سویلي آسیا څخه دغه هیواد ته رسیږي. د دغه نړیوال هوايي ډګر د مهاجرت څانګه اټکل کوي چې اوسمهال شاوخوا ۱۳۰ افغانان د دې هوايي ډګر په دوهم ټرمینل کې میشت دي او دا چې د نویو مهاجرینو په رارسیدو سره چارواکي اوس د دوی د ځای پر ځای کولو بوخت دي.

Brasilien Flughafen Guarulhos International Airport
انځور: picture-alliance/AE

له دغو مهاجرینو څخه یو شمیر یې د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې دوی دلته په داسې حال کې راوړل شوي چې د اوسیدو د ځای بندوبست یې نه وو شوی او دا دي اوس ځايي حکومت دغو کسانو ته له هوايي ډګره بهر د اوسیدو د ځای په لټون کې دي.

رویترز خبري آژانس د دې سیمې د څارنوالانو یو لیک هم لیدلی دی چې پکې پر ځايي حکومت د وضعیت د مدیریت له کبله فشارونه راوړل شوي دي او په دې هکله یې له حکومت څخه د جزئیات غوښتنه ترې کړې ده. د برازیل د عدلیې وزارت چې د مهاجرت اړوند چارې ور په غاړه دي، په دې هکله له تبصره کولو ډډه کړې ده.

IOM د بېرته ستنېدونکو مهاجرو سره څنګه مرستي کوي؟

په دغه هوايي ډګر کې میشتو کورنیو او مجردو کسانو وویل چې دوی له طالبانو د تیښتې له پاره بله لار نه درلوده او دا چې تر یوه کلن انتظار وروسته یې له دې پریکړې پرته بله لار نه درلوده. د دغو کسانو په ډله کې یو هم محمد اریوبي دی چې یو ساختماني انجنیر او د بشري حقونو فعال دی او همدا تیره سه شنبې برازیل ته رسیدلی دی. هغه وویل: «ټول خلک چې دلته وینئ، د دوی ژوند په افغانستان کې په خطر کې دی.» هغه زیاته کړه چې هغوی دلته د خپلو ژوندونو د ژغورلو له کبله راغلي ترڅو خپلې کورنۍ وژغوري. هغه وايي چې زموږ توقع هم لوړه نه ده: «د اوسیدو ځای او د ژوند د ښه والي له پاره یو کار غواړم پیدا کړم.»

د ساو پاولو ځايي حکومت، ښاروالۍ او د دې سیمې مدني فعالین اوس د دغو افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګی له پاره هڅې کوي. د ځايي مرستندویه ټولنې یوه غړي سواني زینوبیني چې له دغو افغانانو سره مرسته کوي وايي چې موږ وکولی شول «دوی ته درې وخته خواړه، یوه کمپله او واکسین ورکړو.»

آ./ا.خ.ح./ا.ا.