1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: په ایران کې سږ کال تر ۴۰۰ ډېر کسان اعدام شوي

۱۴۰۳ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي دي چې په ایران کې په روان ميلادي کال کې تر اوسه تر ۴۰۰ ډېر کسان اعدام شوي دي چې ۱۵ ښځې هم پکې شاملې دي. يوازې په اګست میاشت کې د ۸۱ کسانو د اعدام سزا عملي شوې ده.

https://p.dw.com/p/4kCnO
آرشيف انځور: په امريکا کې په ايران کې د اعدامونو پر ضد احتجاج
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۱۱ آزادو کارپوهانو ډلې ويلي دي چې يوازې په اګست مياشت کې په ايران کې د ۸۱ کسانو د اعدام سزا عملي شوې دهانځور: Ali Khaligh/Middle East Images/IMAGO

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د دوشنبې په ورځ په ايران کې په تېره میاشت کې د اعدامونو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ويل چې په روان ميلادي کال کې تر اوسه په ټولیزه توګه تر ۴۰۰ ډېر کسان اعدام شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۱۱ آزادو کارپوهانو ډلې ويلي دي چې يوازې په اګست مياشت کې په ايران کې د ۸۱ کسانو د اعدام سزا عملي شوې ده چې دا شمیره په جولای میاشت کې د رپوټ شويو اعدامونه په پرتله ډېره لوړه ده.

کارپوهان وايي چې د ۲۰۲۴م کال له پېل راهېسې تر دې دمخه د اعدامونو شميره تر ۴۰۰ لوړه شوې ده چې ۱۵ ښځې هم پکې شاملې دي.

دا کارپوهان چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کونسل له لوري ګمارل شوي دي، خو د ملګرو ملتونو په استازولۍ خبره نه شي کولی، وايي چې «موږ د اعدامونو د چټک زياتوالي په هکله ژوره اندېښنه لرو.»

د ايمنستي انترنيشنل يا بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د بشري حقونو د ټولنو په حواله په ايران کې هر کال تر چين وروسته د بل هر هېواد په پرتله ډېرې د اعدام سزاوې عملي کيږي.

د ملګرو ملتونو دا کارپوهان په ایران کې د بشري حقونو د وضعيت او د محکمې د حکم پرته د اعدام سزاو په اړه وايي، چې تېره میاشت چې کوم کسان اعدام شوي دي په هغو کې ۴۱ یې داسې ول چې له مخدره موادو سره د تړلو جرمونو له کبله د مرګ په جزا محکوم شوي ول.

دوی وايي چې د نشه يي توکو سره د تړلو جرمونو له کبله د اعدام سزا د نړيوالو اصولو څخه سرغړونه ده.

دې کارپوهانو تر ۲۰۲۱م کال وروسته په ايران کې له نشه يي توکو سره په تړلو جرمونو کې د اعدام سزاو پر زياتوالي خواشيني څرګنده کړې ده. تېر کال د همدې جرمونو په تړاو تر ۴۰۰ ډېرو کسانو ته د مرګ جزا ورکړل شوې وه.

د اعدامونو درولو غوښتنه

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د يوې مظاهرې ګډونوال کُرد رضا رسايي ته اشاره وکړه چې د اګست پر ۶مه نيټه د انقلابي ګارډ د يوه غړي د وژنې په تور اعدام شوی دی. د مظاهرې په ترڅ کې نوموړي يوه لوحه ليږدوله چې پرې ليکل شوي ول: «زن، زندګي، آزادي.»

کارپوهان وايي چې د نوموړي سزا د شکنجې په مټ د اخيستل شوي اعتراف پر بنسټ ولاړه ده. دا په داسې حال کې وه چې د نوموړي سره ملګرو تورنو کسانو هم په دې قتل کې لاس لرل رد کړي ول او د فرانزک شواهد یې هم ننګولي ول.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې د عادلانه محاکمو او د انصاف ترلاسه کولو له حقونو څخه د سرغړونو رپوټونه په دې معنا دي چې دمګړۍ چې کومه جزا د ايران په اسلامي جمهوريت کې رايجه ده، هغه د غير قانوني اعدام سره مترادفه ده.

کارپوهان وايي دوی «ډېر انديښمن دي چې ښايي ډېر بې ګناه کسان اعدام شوي وي.» دوی د اعدامونو د درولو غوښتنه وکړه.

ب. ص/ ن. ز (afp)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب