1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د اورګاډو شبکو انترنيتي پوښښ ۹۹ سلنې ته پورته شوی

۱۴۰۳ مهر ۱۲, پنجشنبه

د آلمان د اورګاډو په مهمو شبکو کې د ګرځنده ټيلفونونو انترنيتي پوښښ د پام وړ وده کړې ده. د آلمان يو مخابراتي او د اورګاډو ملي شرکت وايي چې د دغو خدماتو پوښښ اوس ۹۹ سلنې ته پورته شوی دی.

https://p.dw.com/p/4lMfF
د آلمان تېزرفتاره اورگاډی، آی سي اي
په درېسدن مرکزي سټېشن کې د آلمان د ای سي اي اورگاډي انځورانځور: dapd

د آلمان د اورګاډو ملي شرکت دويچه بهان (DB) او ستر مخابراتي شرکت دويچه تیلکام وايي چې د آلمان د اورګاډو انترسيټي ايکسپریس (ICE) او انترسیتي (IC) شبکې اوس پر ۹۹ سلنه چټک انترنتي خدماتو سمبال شوي دي. دا دواړه د آلمان د اورګاډو چټک سرعت درلودونکې مهمې شبکې دي.

دويچه بهان او دويچه تيلکام وايي چې د اورګاډو په دغو شبکو کې د انترنيټ سرعت لږ تر لږه په ثانیه کې ۲۰۰ ميګابايټ دی چې په ۲۰۲۱م کې د دوی ترمنځ د شراکت له پيلېدو راهيسې ۱۲ سلنه لوړ شوی دی.

د آلمان د اورګاډو د ملي شرکت لوګو
ډي بي د آلمان د اورګاډو د ملي شرکت دويچه بهان مخفف دیانځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

زیاته شوې چې د دغه شراکت په ترڅ کې دويچه بهان د ګرځنده انټونونو له پاره ځمکه او د نوري فایبر د اتصال سهولتونه ایجاد کړي دي.

دويچه بهان او دويچه ټيلګام وايي دواړو شرکتونو په سلونو ميلیونه یورو لګولي ترڅو د مهمو لارو په اوږدو کې د «تقریباً دوامداره» ټيلفوني اړیکو خدمات او انترنيتي پوښښ برقراره وي.

د دويچه بهان اجرايوي مشر ريچارد لوتڅ، وويل چې د دواړو شرکتونو ترمنځ همکاري ښودلې چې آلمان د ډيجيتلایزیشن په بهیر کې مخکښ دی.

د آلمان خبري آژانس په حواله، د تیلکام علاوه ودافون شرکت هم د خپلو فعالیتونو د پراختیا په موخه په ۲۰۲۲ کې له دویچه بهان سره شریک شو.

د آلمان چټک سرعت لرونکي اورګاډي انترسيټي ایکسپریس
د آلمان د چټک سرعت درلودونکي اورګاډي، انترسيټي ايکسپریس (ICE) او انترسیتي (IC) کې چټک انترنت خدماتو کچه اوس ۹۹ سلنې ته پورته شوې دهانځور: Frank Hoermann/SvenSimon/picture alliance

اوس مهال تيلکام شرکت د مهمو لارو په اوږدو کې ۹۵ سلنه انترنيتي پوښښ لري چې سرعت ېې په ثانیه کې ۳۰۰ میګابايټه یا تر دې هم زیات دی. سيال شرکت ودافون بیا ۸۳ سلنه پوښښ لري او د انترنیت سرعت ېې لږ تر لږه ۲۲۵ میګابایټه په ثانیه کې دی.

 تيلفونيکا (O2) بل مخابراتي شرکت دی چې په آلمان کې فعالیت کوي. دغه شرکت په خپلو خدماتو کې د ودې مقایسوي ارقام نه دي په ډاګه کړي.

د دغو شرکتونو په خبره، دوی ټولو د فدرالي شبکې آژانس ټولې هغه اړتیاوې برابرې کړي چې وشي کړی د لویو لارو په اوږدو کې په ثانیه کې د ۱۰۰ ميګابايټه ثابت خدمات موجود وي.

(dpa)mks/nz

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل