1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليترکیه

آلمان ترکیې ته د رد شویو کډوالو اخراج پیلوي

۱۴۰۳ مهر ۷, شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې آلمان او ترکیې پر یوې داسې کړنلارې توافق کړی چې له مخې به یې له آلمان څخه رد شوي ترکي کډوال بیرته ترکیې ته اخراج کړل شي. د آلمان او ترکیې په دغه توافق کې نور څه راغلي دي؟

https://p.dw.com/p/4lBrf
آلمان او ترکیې پر یوې داسې کړنلارې توافق کړی دی چې له مخې به یې په چټکۍ سره ترکي اتباع بیرته ترکیې ته اخراج کړل شي.
آلمان له ترکیې سره تر اوږدو بحثونو وروسته داسې یو توافق کړی چې له مخې به یې آلمان کې رد شوي ترکي پناه غوښتونکي په چټکۍ سره ترکیې ته اخراج کړل شي. انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د رسنیو د راپورونو له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي چې آلمان او ترکیې پر یوې داسې کړنلارې توافق کړی چې له مخې به یې په آلمان کې رد شوي ترکي کډوال بیرته ترکیې ته استول کیږي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر، پر اکس پاڼه په یوه خپاره شوي پیغام کې لیکلي: «موږ اوس داسې یوه حالت ته رسیدلي یو چې له مخې به یې په چټکۍ او اغیزمنه توګه ترکیې ته [د رد شویو کډوالو] اخراج ممکن شي او دا چې ترکیه به هم په چټکۍ سره خپل اتباع بیرته قبول کړي، داسې اتباع چې په آلمان کې د پاتې کیدو حق نه لري.» هغې وړاندې زیاته کړې چې دا «د نامنظمې کډوالۍ د محدود کولو له پاره یو بل مهم اقدام دی.»

په عین وخت کې د «فرانکفورتر الګماینه څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې ویلي چې ترکیې له آلمان سره منلې چې دوی به په ځانګړې پروازونو کې په اونۍ کې خپل ۵۰۰ رد شوي ترکي کډوال بیرته ومني. د راپور له مخې، د دې کار په بدل کې به آلمان هغو ترکي وګړو ته د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کس لا ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته کوي چې غواړي د اروپايي ټولنې دغه هیواد ته د تجارت یا رخصتیو تیرولو له پاره سفر وکړي.

تر اوږدو بحثونو وروسته ترلاسه شوی توافق

د فرانکفورتر الګماینه څایتونګ په حواله، دغه توافقد آلمان د صدراعظم اولاف شولتڅ  او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  د دفترتونو ترمنځ تر میاشتو اوږدو بحثونو او خبرو وروسته ممکن شوی دی.

دغه توافق داسې مهال کیږي چې په آلمان او د اروپايي اتحادیې په نورو هیوادونو کې اوسمهال د کډوالۍ موضوع پر یوه توده موضوع بدله شوې ده. د شولتڅ حکومت د پناه غوښتونکو له خوا د یو لړ تاوتریخجنو او افراطي بریدونو له امله تر سخت فشار لاندې دی.  په آلمان کې د کډوالو او مهاجرت اړوند بحثونه په آلمان کې له سرتاسري ټاکنو یو کال مخکې د دې سبب شوي چې د آلمان له پاره د ښي اړخي او د مهاجرت ضد بدیل ګوند (AfD) د خلکو په منځ کې لا ډیر محبوبیت پیدا کړي.

د فرانکفورتر الګماینه څایتونګ په حواله په دې ترڅ کې تیر کال یوازې ۹۰۰ ترکي وګړي بیرته ترکیې ته اخراج شوي
په المان کې په وروستیو کې تر سوریايي او افغان کډوالو وروسته ترکي وګړو ډیرې د پناه غوښتنې کړې دي. انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د فرانکفورتر الګماینه څایتونګ په حواله ټاکل شوې چې په لومړي ګام کې به ۲۰۰ ترکي رد شوي کډوال د آلمان له یو شمیر هوايي ډګرونو څخه د مختلفو پروازونو له لارې ترکیې ته اخراج کړل شي. تر دې ها خوا، ترکیې وړاندیز کړی چې دوی چمتو ته په اونۍ کې ۵۰۰ رد شوي کډوال بیرته ومني. د یادې آلمانۍ ورځپاڼې په حواله، په آلمان کې د ترکي وګړو له لوري د پناه غوښتنې درخواستونه تیر کال په بې ساري ډول زیات شوي دي او دا چې زیاتره پناه غوښتنې ځان د کردي اقلیتونو غړي ښيي. سږ کال په آلمان کې تر سوریې او افغانستان وروسته، ترکي وګړو تر ټولو ډیرې د پناه غوښتنې درخواستونه کړي دي او دا چې له دې ډلې یو کم شمیر یې د پناه غوښتنې مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله، په آلمان کې د داسې ترکي وګړو شمیر چې دلته یې د پناه غوښتنې رد شوي او د پاتیدو حق نه لري، له ۱۵۰۰۰ کسانو اوښتی دی. د فرانکفورتر الګماینه څایتونګ په حواله په دې ترڅ کې تیر کال یوازې ۹۰۰ ترکي وګړي بیرته ترکیې ته اخراج شوي او زرګونو نورو یې په آلمان کې د زغمل کیدو یا د اخراج له پاره د پاتې کیدو اسناد ترلاسه کړي دي ځکه دوی ترکیې ته د بیرته تګ له پاره قانوني اسناد نه لرل.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

خ. ح / ا.و.ا