1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوحې ته د پومپيو سفر کومه لاسته راوړنه نه لرله

۱۳۹۹ آذر ۲, یکشنبه

د امريکا خارجه وزير پومپيو په دوحه کې د افغان حکومت او د وسله والو طالبانو له استازو سره کتلي دي.‌ نوموړي ديپلومات غوښتنه کړې چې ډېر ژر بايد يو باثباته اوربند رامنځ ته شي.

https://p.dw.com/p/3lfYM
Katar I Mike Pompeo zu Besuch in Doha
انځور: Patrick Semansky, Pool/AP/picture alliance

پومپيو په جلا توګه له طالبانو او افغان حکومت سره د قطر د پلازمېنې په يوه لوکس هوټل کې وکتل. د متحده آيالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي چې په افغانستان کې د خپل هېواد پوځي ماموريت هر څومره ژر پای ته ورسوي. د ترمپ د دفاع نوي وزير کريستوفر ميلر د سه شنبې په ورځ پرته د ناټو متحدينو سره په همغږۍ د جنورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې له افغانستان څخه د تقريبا ۲۰۰۰ امريکايي‌ عسکرو د ايستلو اعلان کړی وو.

پومپيو پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي د طالبانو او د افغانستان د اسلامي د ولت له پلاوو سره يې وليدل. هغه په خپل پيغام کي زياته کړې پر چي پر دواړو اړخونو يې ږغ وکړ چي پرمختګونه يې لرلي او دا چي بايد خپلو خبرو اترو ته ادامه ورکړي. پومپيو ويلي:«زه د راتلونکی سياسي جوړجاړي او پراخ او دوامداره اوربند له پاره د چټکو خبرو اترو حوصله افزايي کوم.» 

پر کابل بريدونه دوام لري

دغه سفر پر افغان پلازمېنې کابل باندې د توغنديو په واسطه د بريدونو تر سيوري لاندې راغی چې د «اسلامي دولت» په نوم جهادي ډلې يې پړه ومنله. په دغو بريدونو کې لږ تر لږه اته تنه ووژل او ۳۱ نور ژوبل شول. د افغانستان د کورنيو چارو د وزرات يوه وياند لومړی د بريدونو مسئوليت پر طالبانو واچاوه، خو طالبانو يې پړه رد کړه. پومپيو د قطر له امير، شيخ تميم بن حمد الثاني او د قطر د بهرنيو چارو له وزير، محمد بن عبدالرحمان الثاني سره هم وکتل.‌ پومپيو دا مهال د اروپا او نزدې ختيځ پر سفر بوخت دی چې وروستی تمځای به يې سعودي عربستان وي.

آ./ن.ص./ا.ا.