1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا جنګي بیړۍ بی له کومې ستونزې هرمز تنګي ته رسیدلې ده

۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبه

د ایران له خوا د امریکا د بی پیلوټه الوتکې تر را نسکورولو وروسته، د لومړي ځل له پاره د آبراهام لینکلن په نامه د امریکا د الوتکو لیږدونکې جنګي بیړۍ هرمز تنګې ته رسیدلې ده.

https://p.dw.com/p/3TMsO
USS Abraham Lincoln und Marine Corps MV 22 Osprey Flugzeug
انځور: Imago Images/ZUMA Press/T. K. Labuguen

د امریکا متحده ایالاتو الوتکې لیږدونکې جنګي بیړۍ «آبراهام لینکلن» د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۹ نیټه) د هرمز تنکې ته رسیدلې ده. د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط ویلي دي چې د امریکایي ځواکونو او د ایران د ساحلي ګارد ترمنځ ارتباط په امنه او مسلکي فضاء صورت نیولی دی.

پنټاګون ویلي دي چې نوموړې بیړۍ د دې له پاره سیمې ته ورغلې ده چې د هرمز په تنګه کې د تګ راتګ د امنیت په برخه کې د امریکا ژمنتیا ښکاره کړي.

دغه بیړۍ د ایران او عربي متحده اماراتو ترمنځ د هرمز په نامه د اوبو د ستراتیژیکې لارې له طریقه د فارس خلیج پر لور حرکت کوي او د امریکایي پوځ په حواله تر اوسه پورې بی له کومې پيښې یي پر خپل مسیر حرکت جاري ساتلی دی.

د هرمز تنګه د اوبو یوه ستراتیژیکه لاره ده چې د نړۍ یو پر دریمه برخه نفت یا تیل له همدې لارې تیریږي. د جون په میاشت کې د هرمز په فضاء کې د امریکا د یوې بی پیلوټه الوتکې تر نسکوریدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا یوه الوتکې لیږدونکې بیړۍ د هرمز تنګې ته داخلیږي.

په جون مياشت کې پر دوو بهرنیو نفت لیږدونکو بیړیو برید وشو. په دواړو بریدونو کې ایران ګرم وبلل شو، خو د ایران حکومت په دغو بریدونو کې د خپل هیواد هر ډول لاس درلودل رد کړل.

د پنټاګون د چارواکو په حواله د وروستي ځل له پاره په اپريل میاشت کې یوه امریکایي بیړۍ د هرمز له تنګې څخه تیره شوې وه.  ایران د هرمز تنګې د یوې لویې برخې کنترول په خپل لاس کې لري. دغه هیواد څو وارې ګواښ کړی دی، په هغه صورت کې چې امریکا په پاروونکو اعمالو لاس پورې کړي، دغه هیواد به د هرمز تنګي لاره وتړي.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ب.ص