1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې ميټا شرکت ۱،۲ ميليارده يورو جريمه کړی

۱۴۰۲ خرداد ۱, دوشنبه

د اروپايي اتحادیې يوې تنظيموونکې ادارې د عامه کاروونکو د معلوماتو د ساتنې په تړاو له اروپايي قوانينو څخه د «په بيا بيا او پرله پسې» سرغړونې له کبله د فيسبوک او انستاگرام څښتن شرکت ۱،۲ميليارده يورو جريمه کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Rfn5
اروپايي ټولنې میټا شرکت جريمه کړی
اروپايي ټولنې میټا شرکت جريمه کړیانځور: Rafapress/Zoonar/IMAGO

د اروپايي ټولنې د ډيټا يا معلوماتو د ساتنې دفتر د دوشنبې په ورځ وويل چې پر ميټا شرکت ځکه دومره لوړه جريمه لگول شوې چې دغه شرکت د اروپايي اتحاديې د کاروونکو د معلوماتو په تړاو د يوې معتبرې اروپايي محکمې له پريکړې په څو ځلي او پرله پسې سرغړونه کړې ده.

اړونده موضوع:د فيسبوک اصلي شرکت ميټا په لويي جريمې محکوم شو

ميټا شرکت چې د فیسبوک او انستاگرام مالک دی، امريکا ته د اروپايي کاروونکو د ډيټا يا معلوماتو د انتقال له کبله ۱،۲ميليارده يورو جريمه شوی دی.

د خپل ډول تر ټولو ستره جريمه

د اروپا د معلوماتو د ساتنې ادارې مديره پلاوي ويلي دي چې د اروپايي اتحادیې د معلوماتو د ساتنې د مقرراتو عمومي ادارې (جي ډي پي آر) له خوا دا پر يوې ادارې لګول شوې تر ټولو لوړه جريمه ده. د دې سزا علت دا وو چې ميټا د کاروونکو دا معلومات د اروپايي ټولنې محکمې د يوې پخوانۍ پريکړې څخه په سرغړونې له اروپا څخه امريکا ته انتقال کړي دي.

د فیسبوک او انسټاګرام شین ټیک په پیسو کیږي

د اروپا د معلوماتو د ساتنې ادارې مديره پلاوي مشرې آندريا ژيلينک وويل: «د ميټا له خوا دا سرغړونه ځکه ډېره جدي ده چې په ترڅ کې یې د کاروونکو معلومات په ډېر منظم ډول په وار وار او پرله پسې توگه له اروپايي ټولنې دباندې انتقاليدل.»

اړونده موضوع:فيسبوک غواړي تويتر ته يو بديل آپ رامنځ ته کړي

ميټا پر دې پريکړه په خپل چټک غبرگون کې ويلي دي چې د دې جريمې پر ضد به د استيناف غوښتنه وکړي. دې امريکايي شرکت په عين وخت کې دا هم ويلي دي چې د جريمې له کبله به یې په اروپا کې فعاليت او خدمات اغيزمن نه شي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د ميټا د اروپا مرکزي دفترونه د اروپايي اتحاديې په غړي هيواد آيرلنډ کې دي. په دې منځ کې د آيرلنډ د معلوماتو د ساتنې کمېسيون ويلي دي چې د اروپا د معلوماتو د ساتنې ادارې له خوا ورته لارښوونه شوې ده چې له ميټا څخه ۱،۲ ميليارده یورو چې ۱،۳ ميليارده ډالر کیږي، اداري جريمه واخلي.