1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فيسبوک اصلي شرکت ميټا په لويي جريمې محکوم شو

۱۴۰۱ آذر ۸, سه‌شنبه

فیسبوک اصلي شرکت میټا په اروپايي اتحادیه کې د معلوماتو محافظت څخه د سرغړونې له کبله ۲۶۵ ميلیونه یورو جریمه ورکړي.

https://p.dw.com/p/4KEl3
Facebook, Instagram, WhatsApp und Meta
انځور: M. Chang/ZUMA Press/picture alliance

د فیسبوک اصلي شرکت میټا باید په اروپايي اتحادیه کې د معلوماتو محافظت څخه د سرغړونې له کبله ۲۶۵ ميلیونه یورو جریمه ورکړي. دا د آیرلینډ ډیټا د محافظت کمېسیون له خوا په اروپايي اتحادیه کې د نورو معلوماتو د محافظت چارواکو سره په همکارۍ گډه پریکړه شوې. په۲۰۱۹م کال کې، د فیسبوکې تر ۵۳۰ ميلیون ډیرو کاروونکو ډاټاوي اخيستل شوي او په يو هیکر فورم کې خپري شوې دي. هیکرانو یوه وسیله کارولې ترڅو د اړیکو لیستونو له لارې د نویو ملګرو لټون اسانه کړي. میټا د آیرلینډ په ډوبلین کې د اروپا مرکزي دفتر لري.