1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې سخت ژمی، له پاکستانه د کډوالو د اېستلو دوام

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ آذر ۴, شنبه

د خوړو نړېوال پروګرام وايي، پاکستان هره ورځ زرونه افغانان په زور له دغه هېواده شړي. دغه سازمان ستنېدونکو افغانانو سره د مرستو غږ هم کړی.

https://p.dw.com/p/4ZRCv
پاکستان د روان نوامبر میاشتې له پيله اعلان کړی چې له دغه هېواده به شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال وباسي.
پاکستان د روان نوامبر میاشتې له پيله اعلان کړی چې له دغه هېواده به شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال وباسي.انځور: Ryaz Sayed/DW

د خوړو نړېوال سازمان پر اکس پاڼه لیکلي چې شاوخوا ۲۷،۵ میلیونه ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري چې له پاکستانه په زور راستنېدونکو افغاناو لاسنیوی پرې وشي.

د خوړو نړېوال سازمان په وینا دا پیسې به لږ تر لږه هغوی سره دا مرسته وکړي چې هېواد کې نوی ژوند پرې پيل او له سخت ژمي پرې ووځي.

سرچینه زیاتوي:«مونږ د یو میلیون یو پر څلورمې برخې ته د خوړو او نغدې مرستو سره رسېدلي یو، خو باید یو میلیون ته یې ورسیږو.»

هاخوا د پاکستان د کورنیو چارو ځای ناستې وزیر سرفراز خان بګټي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي تراوسه تر درې سوه زر ډېرافغان کډوال اېستل شوي.

د نوموړي په خبره دا بهیر به په راتلونکي یوه میاشت کې بشپړه شي.

بګټي د انډیپنټ په نوم یوه ځايي خبري آژانس ته ویلي په سمو او قانوني لارو راتلونکو کډوالو ته هرکلی وايي.

پاکستان د روان نوامبر میاشتې له پيله اعلان کړی چې له دغه هېواده به شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال وباسي.

د چارواکو پروینا دا هغه کډوال دي چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خو په دې وروستیو کې ادعا شوې چې پاکستاني چارواکي سند لرونکو کډوالو ته هم ستونزې جوړوي.