1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د مرستندویانو په اړه اندېښنې

۱۴۰۰ شهریور ۲, سه‌شنبه

د آلمان د پراختیایي چارو وزیر ګیرد مولر خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې د آلمان د پرختیايي سازمان کارمندان د طالبانو تر واکمنۍ لاندي له جدي خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/3zPXO
Gerhard Gerd Müller Bundesentwicklungsminister
انځور: Imago Images/U. Steinert

د آلمان د پراختیایي چارو وزیر د سه شنبې په ورځ د «اوګسبورګه الګماین» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې نوموړی د طالبانو د امنیت تضمینولو په خبره باور نه لري او زیاتوي چې په افغانستان کې د آلمان د پراختیایي چارو مرستندویان همدا اوس لا«تر تعقیب لاندې دي او وژل کیږي».

دغه آلمانی وزیر وایي چې نوموړی د نړیوالو همکاریو له پاره د آلمان ټولنې (GIZ) او نورو غیر دولتي سازمانونو د کارکوونکو په اړه په شدید ډول انديښمن دی.

د آلمان حکومت د هوایي لاري پر امکاناتو سربیره په مختلفو سطحو هڅې پيل کړي دي، څو دغه کسان له افغانستان څخه و ایستل شي. نوموړي وزیر د تخلیه کولو پروګرام د غځولو غوښتنه وکړه.

نوموړي د بریتانیا له پرمختګ څخه ملاتړ وکړ. هغه وویل: «د قرارداد د تمید له پاره باید له امریکایانو سره یوځای خپلې ټولې هڅې ترسره کړو او په همدې حال کې موږ هغو کسانو ته لاسرسی پيدا کولو شو چې اوسمهال د وتلو هیڅ چانس نه لري، هغوې باید یوازی پری نه ښودل شي.»

هغه زیاته کړه چې دغو کسانو په تیرو کلونو کې مهمې پروژې عملي کړي دي او ډیر خدمت یي کړی دی. مولر وویل چې یو شمیر سازمانونو خو حتی ویلي دي چې موږ به د امکان تر حده په خپل ځای کې پاتې شو او خپل کار ته دوام ورکوو. دا په داسې حال کې ده چې زموږ د افغان همکارانو امنیت لومړيتوب لري او تر اوسه پورې لږ شمیر کسان توانیدلي دي له دغه هیواد څخه ووځي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، وویل چې په ملکي کچه د امنیت په فضاء کې د دغو کسانو د ایستلو په اړه مذاکرات روان دي. د آلمان د دفاع وزارت وویل چې آلماني پوځ په همدې منځ کې د مختلفو میلیتونو شاوخوا ۳۰۰۰ انسانان انتقال کړي دي. د نوموړي وزارت په حواله له دې ډلې څخه تر ۱۸۰۰ ډیر یې یوازې د افغانستان تابعیت درلودونکي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز