1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

لاوروف اروپايي ټولني ته د «کلک» ځواب ګواښ وکړ

۱۴۰۲ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

د روسیې لوړپوړي ديپلومات ويلي دي چې اروپايي اتحاديه «روسیې ته ستراتیژيکې ماتې» د ورکولو اراده لري او دغه ټولنې ته یې د «کلک» ځواب ګواښ کړی دی. په ورته وخت کې په اديسا کې د روسیې له شديدو بريدونو څخه خبر ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4PgtO
د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف
د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروفانځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف ويلي دي چې اروپايي ټولنې د اوکراين په جګړه کې د کيف د ملاتړ له کبله له روسیې سره خپلې اړیکي خرابې کړي دي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ د « Argumenty i Fatky» په نوم ويبپاڼې سره په مرکه کې وويل: «اروپايي اتحادیې روسيه له لاسه ورکړې ده. خو دا یې خپله سهوه ده.» نوموړي زياته کړې: «دا د اروپايي ټولنې هيوادونو او د اروپايي اتحاديې مشران دي چې په څرګند ډول يې ويلي دي چې اړينه ده چې هغه څه چې دوی د روسیې ستراتيژيکه ماته بولي، پر روسیې تحميل شي.»

لاوروف زياته کړې ده چې روسیه به د خپلو ملي ګټو پر اساس د «اړتيا په صورت کې» اروپايي اتحادیې ته د متقابلو اصولو په رڼا کې کلک ځواب ووايي. نوموړي اوکراين ته د اروپايي ټولنې له خوا د وسلو او د روزنې ورکړه «دښمني» وبلله.

اړونده موضوع: آلمان اوکراین ته ۱۸ «لیوپارډ-۲» جنګي ټانکونه ولیږل

په دې منځ کې لاوروف له چين سره د روسيې اړيکي وستايلې او پر لويديځ یې تور ولګاوه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د درز رامنځته کولو هڅه کوي.

د روسیې دې لوړپوړي ديپلومات مسکو ته د چين د ولسمشر د سفر په اړه د لویدیځ ارزونې ته اشاره وکړه چې دغه سفر یې د دواړو هيوادونو ترمنځ د نابرابرو اړيکو په توګه تعبير کړی وو.

لاوروف وويل چې په دغه کابو دوه اونۍ تر مخه ترسره شوي سفر کې ولسمشر شي جين پينګ او جمهور رئيس ولاديمیر پوتين د دواړو هيوادونو ترمنځ «ستراتیژيک مشارکت» ته رسيدلي دي.

د اتومي وسلو د ليږد وړتيا لرونکي میزايل سيستم روزنه

په منسک او مسکو کې چارواکو ويلي دي چې د سپينې روسیې عسکرو ته د روسي میزايل د هغو سيسټمونو د روزنې د ورکړې بهير پېل شوی دی چې اتومي وسلې ليږدولی شي او څه موده وړاندې د ولسمشر ولاديمير پوتين د پريکړې له مخې د سپينې روسیې خاورې ته انتقال شوي ول.

د روسیې د دفاع وزير سرګې شویګو د دې په اضافه کولو سره چې د سپينې روسیې عملې یې په روزنه پېل کړی دی، ويلي ول: «د اسکندر – ام عملياتي – تاکتيکي میزايل سيسیټم د سپينې روسیې ځواک ته انتقال شوی دی.»

اړونده موضوع: پوتين غواړي په بلاروس کې تاکتيکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي

د بيلاروس د دفاع وزارت له خوا ويل شوي دي: «دوی [عسکر به یې] د روسي ځواکونو د روزنې په ساحو کې د روزنې يوه بشپړه دوره ترسره کړي.«

مسکو د مارچ پر ۲۵مه نیټه ويلي ول چې د ګاونډي هيواد پر پولو به تاکتیکي اتومي وسلې نصب کړي. د روسیې دې څرګندونو پراخ غبرګونونه پارولي ول.

بريتانيا: روسیه غواړي د واګنر ډلې پر ځای خپل اجیر عسکر استخدام کړي

د بريتانيا د استخباراتي معلوماتو په حواله روسیه په پام کې لري چې د اوکراين پر ضد جګړې له پاره لا زيات اجیر عسکر استخدام کړي.

د بريتانيا د دفاع وزارت د ورځنیو استخباراتي معلوماتو په حواله ويلي دي چې د دې تر شا موخه دا ده چې په اوکراين کې د واګنر ډلې «ځانګړی جګړه ایز نقش» ته ځای ناستی وموندل شي.

اړونده موضوع: واګنر پوځي ډله: اوکراین کې جګړه به کلونو ته وغځيږي

زياته شوې ده چې د روسیې پوځي مشرتابه د واګنر ډلې او د دفاع وزارت ترمنځ د «پام وړ اختلاف» له کبله يو خصوصي پوځ غواړي چې وکولای شي په ښه توګه یې کنترول کړي. په دې تړاو ويل شوي: «خو تر اوسه هیڅ بل داسې شخصي پوځي پيژندل شوې شرکت نشته چې د واګنر ډلې حجم او يا جګړه ایزې ځواک ولري.»

په ادیسا کې شديدې حملې

د اوکراين سيمه ایزو چارواکو د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې د روسیې د بې پيلوټه الوتکو بريدونو د اديسا ستراتیژيک بندر ته زيان رسولی دی.

د اديسا د پوځي ادارې مشر يوري کروک د يوې اعلامیې په ترڅ کې د حملې د يوې بالقوه دويمې څپې څخه خبرداری ورکړی دی.

ادیسا د اوکراين تر ټولو ستر او يوازنی بندر دی. د اوکراين د غله جاتو اکثريت صادرات له همدې بندر څخه ترسره کيږي او دا د عایداتو يوه اصلي سرچينه ګرځوي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: