1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: کډوالو سره د مرستو له پاره بودیجه نه لرو

۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر وایي چې که یاد سازمان تازه بیړنۍ بودیجه ترلاسه نه کړي، نو اړ دي لګښتونه کم کړي چې په خبره یې دغه کار به پر بې ځایه شویو کسانو باندې ناوړه اغیزه وکړي.

https://p.dw.com/p/4I5pI
Symbolbild I Flucht und Migration I Filippo Grandi
د لومړي ځل لپاره په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر له سلو میلیونو اوښتی دیانځور: Fabrice Coffrini/AFP

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګراندي د سویس په ژنیو کې د دغې ادارې د کلني اجرایوي کمېټې د غونډې په پیل کې د دې ادارې د مالي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دغه اندیښنې داسې مهال څرګندیږي چې د لومړي ځل لپاره په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر له سلو میلیونو اوښتی دی.

د ګراندي په باور په اوکراین کې د روسیې جګړې د ملګرو ملتونو د بیړني غبرګون ظرفیت یوې نوې مرحلې ته رسولی دی. هغه خپله غوښتنه داسې بیان کړه: "زه په جدي توګه له ټولو مرستندویانو څخه غوښتنه کوم چې دې برخه کې ډیر کار وکړي."

ګراندي خبرداری ورکړ: "که موږ د روان کال تر پایه لږ تر لږه ۷۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه نه کړو، نو موږ به اړ شو چې  د کډوالو او کوربه ټولنو لپاره مرستې کمې کړي چې ډیرې منفي پایلې به ولري."

ګراندي وویل چې د اوکراین جګړه «په اروپا کې له دویمې نړیوالې جګړې څخه را پدېخوا تر ټولو لوړ او په سرعت سره د کډوالو د کړکېچ» لامل دی. هغه زیاته کړه چې د روان کال کړکېچ له امله له یو میلیارد ډالرو څخه ډېرې پیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ بودجې ته زیاتې شوي او زیاتوي چې دغه بودیجه اوس ۱۰،۷ میلیاردو ډالرو ته ور وسول.  هغه ګواښ وکړ چې په دې ترڅ کې له میلیونونو سوریايي کډوالو سره په ګاونډیو هېوادونو کې مالي مرستې د پام وړ ټيټې کچې ته رسېدلي دي.

ګرانډي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان د خپل مرسته ورکوونکو بنسټونو پراخولو لپاره ډیر کار کړی او د خصوصي سرچینو څخه یې په ۲۰۱۹ کې دغه پیسې چې ۴۲۱ میلیون ډالر وو په ۲۰۲۲م کال کې دغه کچه اوس یو ملیارد ډالرو ته لوړه کړې ده.

ګراندي ټینګار وکړ: "د ملګرو ملتونو د یوې ادارې په توګه چې د غړو هیوادونو لخوا د ځانګړي ماموریت لپاره جوړه شوې، موږ نشو کولی یوازې د افرادو یا شرکتونو په ښه نیت تکیه وکړو."