1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي اتحادیې له مصر او اسرائيل سره د ګازو تړون لاسليک کړی

۱۴۰۱ خرداد ۲۶, پنجشنبه

اروپایي ټولنې د روسیې پر ګازو د انحصار را کمولو په موخه له مصر او اسرائيل سره د ګازو يو تړون کړی دی. پر اوکراین د روسیې له بريد راهيسې اروپايي اتحاديه غواړي چې له مصر او اسرائیل سره د انرژۍ په برخه کې همکاري پياوړي کړي.

https://p.dw.com/p/4CmMm
Ägypten Kairo | Unterzeichnung Gasabkommen zwischen Ägypten EU und Israel
انځور: Khaled Desouki/AFP/Getty Images

د اروپایي ټولنې، مصر او اسرائيل ترمنځ اروپايي هيوادونو ته د ګازو د صادراتو دا درې اړخیز قرارداد د چهار شنبې په ورځ لاس ليک شو. د مصر په پلازمېنه قاهره کې لاسليک شوی دا تړون به مرسته وکړي چې د انرژۍ په برخه کې پر روسیې د دغه اتحادیې د غړو هيوادونو انحصار راکم کړي.

د اروپایي ټولنې کمېسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاین د ګازو د دې تړون تر امضاء کیدو وروسته د يوې ګډې غونډې پر وخت وويل: «څه يوه ځانګړې شيبه ده». اروپا پر اوکراين د روسیې تر يرغل وروسته د انرژۍ د بديلو سرچينو په لټه کې ده.

فون ډېر لاین د يوه تويت له لارې زياته کړې چې درې سره اړخونه «د انرژۍ د بيا نوې کیدونکو سرچينو –  یعني د راتلونکي د انرژۍ سره سمون لرونکو» جوړښتونو د رامنځته کولو اراده لري.

د تړون په اړه څه معلومات لرو؟

د دې تړون پر اساس درې سره اړخونه به د اروپا بازار ته د طبيعي ګازو د باثباته رسېدنې له پاره همکاري کوي. د اروپايي ټولنې له خوا په يوه اعلاميه کې ویل شوي: «له اسرائيل، مصر او د ختيځ مدیترانې د سيمې د نورو سرچينو څخه به طبيعي ګاز د مصر د «ايل ان جي» شرکت د صادراتي اډانې له لارې اروپا ته په کښتيو کې انتقاليږي.»

دا تجارت به «د کاربن څخه د پاکولو د اوږد مهاله هدف» سره په سمون ترسره کیږي او په بازار پورې د اړوندو نرخونو پر اساس به وي. زياته شوې چې اروپايي اتحاديه به له مصر او اسرائيل سره مرسته وکړي څو په خپلو اړوندو اوبو او سمندرونو کې په ګازو پسې لټه او توليد یې ډېر کړي.

په تېر ميلادي کال کې اروپايي ټولنې خپل د اړتيا کابو ۴۰ سلنه ګاز له روسیې څخه وارد کړی وو. پر اوکراين د روسیې يرغل د اروپايي اتحادیې تګلارې ته بشپړ تغير ورکړ او اوس د انرژۍ د بدیلو سرچينو په لټه کې ده.

اروپايي ټولنې اوس داسې تدابير تر لاس لاندې نيولي چې له روسیې څخه د ګازو واردات تر ډېره راکم کړي او په پام کې لري چې د ۲۰۳۰م کال تر مخه د روسیې پر سون توکو انحصار په بشپړه توګه له منځه يوسي.

د اسرائيل او مصر مخ پر ژورېدو اړيکي

په تېرو څو کلونو کې د مصر او اسرائيل ترمنځ اړيکو په تدريجي ډول وده کړې ده.

د اسرائيل د مديترانې ساحل ته څېرمه د ګازو دوې فعالې ساحې پرتې دي چې تقريباً ۷۰۰ ميليارده مکعب متره طبیعي ګاز لري او دغه هيواد له مصر او اردن سره د ګازو د صادراتو قراردادونه لري.

د مصر د تېلو وزير طارق المولا دا تړون د مصر، اسرائیل او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکارۍ په برخه کې «يو مهم ګام» وباله.

د اسرائیل لومړي وزير نفتالي بينيت هم د تويتر له لارې د دغه تړون هرکلی کړی دی. هغه ليکلي: «په تاريخ کې به په لومړي ځل اسرائیل له مصر سره همکاري وکړي او اروپايي ټولنې ته به «شين او سپين طبيعي ګاز» صادر کړي.

شين هايدروجن هغه وخت رامنځته کیږي چې توليد شوی کاربن د ترلاسه کيدو وروسته د کاربن د توليد او زیرمه کولو د صنعتي پروسې د برخې په توګه، تر ځمکې لاندې زيرمه شي او دې ته ځیني وخت له کاربن خنثی ګازو په سترګه کیږي ځکه چې چاپيريال ته هیڅ افرازات نه لري. سپين هايدروجن بيا تر ځمکې لاندې زيرمو کې موندل کيږی او د «Fracking» يا په ګاز لرونکي سطحه د فشار اچولو له لارې ترلاسه کيږي.

ب. ص/ ن. ز (AP,dpa)