1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي ځواکونه به تر ټاکلي نېټې له افغانستانه ووځي؟

۱۳۹۹ اسفند ۲۰, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر باب مینندز، ویلي دي چې د مي مياشتي تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر راوتلو باید غور وشي. دی وايي دا ځکه چې طالبانو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

https://p.dw.com/p/3qQNa
US-Soldaten in Afghanistan
انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

مینندز د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي دي چې «زه د افغانستان د سولې پروسې د دوام په هکله ډیر اندیښمن یم.» هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې دی په دې باور دی چې طالبان په ښکاره ډول خپلې ټولې ژمنې چې یې کړې عملي شوي نه دي.

د امریکا متحده ایالاتو د نوي ولسمشر جو بایډن، حکومت غواړي چې د مې تر لومړۍ نېټه دمخه د سولې ځنډیدلې خبرې بیا له سره فعاله کړي. د ترمپ د حکومت او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۹مه نېټه د شوې توافق له مخې په افغانستان کې پاتې امریکایي ځواکونو باید د می لومړۍ تر اولې نېټې وتلي وي.

تیره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، افغان مشرانو ته په یوه لیک کې په راتلونکو اونیو کې د یوه لويي غونډي د ترسره کیدو وړاندیز کړی وو.

مېنندز ویلي دي چې که چیري استخباراتي رپوټونه دا وښيې چې طالبان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي، نو د می مياشتي د لومړۍ نېټې پر ضرب الاجل به غور وشي.

مېنندز زیاته کړې: «که چیرې دا تائید شي چې طالبان خپلې ژمنې نه پوره کوي، چې زه شخصاً په دې نظر یم چې نه یې پوره کوي، نو بیا باید د می د لومړۍ نېټې پر ضرب الاجل غور وشي.»

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب