1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښاريان: د ارغنداب ولسوالۍ جگړې د کندهار ښار امنيت خراب کړی

۱۳۹۹ آبان ۹, جمعه

د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کي جګړې نه يوازي ډير خلک بې ځايه کړي بلکي په ښار کي ځيني خلک له بيري د شپې خوب نه سي کولای.

https://p.dw.com/p/3keP3
Symbolbild Anschlag Afghanistan
انځور: imago/Xinhua

ښاریان وايي، کاروبار يې د پخوا په پرتله لږ سوی، امنيتي وضعيت خراب او د خپلي راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د دوی په خبره، د دولت پام ټول پر ارغنداب ولسوالۍ ور ټول دی او دوی هر ګړی په ځانګړي ډول د شپې له خوا سخت په وهم کي وي چي خدای مه کړه وسله وال طالبان کندهار ښار ته داخل نه سي.

د میرویس میني اوسیدونکي معلم محمد ولي وايي چي خلک سخت فکر جن دي چي هسي نه د ارغنداب جنګ ښارته را اوږد نه سي چي بیا يې ژر مهارول اسانه کار نه دی. هغه دويچه ويله ته وويل: «د شپې لخوا سخت بیریږو، تاسو باور وکړی، ډېر وخت شپه په ويښه تېروم او اندېښمن یوو چي که طالبان ښار ته راغله نو بیابه چیري ځو، ایا ژوندي به پاته سو؟ »

کندهار ښاریان په داسي حال کي د یوې مبهمي ایندې په اړه فکر کوي چي همدا نن ورځ د کندهار ښار په نهمه ناحیه کي له جمعې لمانځه وروسته دیني عالم، د کندهار د استناف څارنوالۍ مخکنی رئیس او مدافع وکیل مولوي شبیراحمد قیومي د ناڅرګندو وسله والو له خوا په مرمیو وويشتل او ووژل سو.

د کندهار امنیتي مسؤلین وايي چي پولیسو هم له غلچکي بریدګرو څخه یو تن وژلی او بل له سیمي تښتېدلی دی.

له نژدې یوې اوونۍ راهیسي وسله وال طالبان کندهار ښار ته د تر ټولو نژدې ولسوالۍ ارغنداب کي یوشمیر کلیو ته ننوتلي دي.

د عیني شاهدانو په قول، طالبانو ځیني امنیتي پوستې او قرارګاوي هم نیولي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته وویل، ټول امنیتي ځواکونو په پوره همږغۍ په «احتیاط» چاڼیز پوځي عملیات ځکه کوي چي په خبره يې وسله والو طالبانو د خلکو په کورونو کي سنګرونه جوړ کړي دي.

د بارکزي په خبره بیا هم یوشمیر لاسته راوړني لري او ځیني سیمي يې د وسله والو له شتون څخه د هغوی په مرګ ژوبله سره پاکي کړي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ د جګړې د مهارولو له پاره درې ورځي ترمخه د هیواد د مسلح قواو لوي درستیز سترجنرال محمد یاسین ضیاء او د کورنیو چارو وزارت معین ارشد ستر پاسوال عبدالصبور قانع کندهار ته راغلي دي.

د یادي جګړې له امله په لسهاوو کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه سوي او دامهال د کندهار ښار په بېلا بېلو ناحیو کي اوسي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار