1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قديروف د روسيې ټاکنو ځنډولو غوښتنه وکړه

۱۴۰۲ مهر ۱۶, یکشنبه

د چچنيا واکمن رمضان قديروف غواړي چې مارچ ته پلان شوي د روسيې ولسمشريز انتخابات دې وځنډول يا دا چې ټول پام ولسمشر ولاديمير پوتين ته واړول شي.

https://p.dw.com/p/4XFtK
رمضان قديروف
رمضان قديروفانځور: Chingis Kondarov/REUTERS

قديروف د روسيې د ريا خبري آژانس په حواله ويلي تر څو چې »پوځي ځانګړي عمليات« روان وي، چې د روسيې په خوا پر اوکراين يرغل ته کارېدونکو اصطلاح ده، بايد يوازې پوتين انتخاباتو ته ودريږي يا دا چې ټاکنې وځنډول شي ځکه چې بل هيڅوک د ده په خبره اوسمهال له روسيې څخه دفاع نه شي کولی.

قديروف په روسيې پورې مربوط د چچنيا جمهوريت ولسمشر دی چې پوتين ته ډېر نژدې کس بلل کيږي. قديروف دغه څرګندونې د چچنيا په پلازمېنه ګروزني کې د پوتين د ۷۱مې کليزې په مناسبت کړې دي.امريکا د غچ اخيستنې په موخه دوه روسي ديپلوماتان اخراجوي

پوتين په سپتمبر کې ويلي وو چې د يوې نوې کاري دورې له پاره د کانديدېدو په اړه خپل پلانونه به هله اعلان کړي چې پارلمان نوې ټاکنې رابللې وي. د روسيې د قانون له مخې بايد دغه کار په دسمبر مياشت کې وشي.

دا چې پوتين هر ډول سياسي اپوزيسيون لاندې کړی دی، نو په انتخاباتو کې يې بريا تقريبا ډاډمنه ده او پوتين به ښايي وکولی شي تر ۲۰۳۰م کال پورې په قدرت کې پاتې شي.مسکو له اوکراین سره پر پوله ملېشه مسلح کوي

پوتين په لومړي ځل د ۱۹۹۹م کال په پای کې د پخواني ولسمشر بوريس يلڅين له خوا ولسمشرۍ ته راوبلل شو. خو دا چې د اوکراين په جګړه کې شاتګونه شوي دي، نو پوتين له جدي ننګونو سره مخامخ دی.