1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چاوديدونکو توکو کې کاريدونکي څلور ټنه کيمياوي مواد نيول شوي

۱۳۹۹ مهر ۷, دوشنبه

افغان پوليسو څلور ټنه کيمياوي مواد نيولي چې د موټر بمونو او نورو چاوديدونکو توکو په جوړولو کې کارول کيږي. په ننگرهار کې هم د يکشنبې په ورځ د انتحاري واسکټونو، وسلو او چاوديدونکي موادو د نيول کيدو خبر ورکړل شوی وو.

https://p.dw.com/p/3j7G4
Afghanistan Symbolbild Anschlag
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين، وويل چې دغه مواد د يکشنبې په ورځ (د سبتمبر ۲۷ نیټه) په کابل کې په يوه لارۍ کې ونيول شول. نوموړي زياته کړه چې د لارۍ چلوونکی نيول شوی دی او تحقیقات جريان لري.

خو حکومت په دې اړه څه ونه ويل چې کومې وسلې والې ډلې دغه مواد انتقالول. نيول شوي مواد سوډيم نايتريت دي چې د سرې جوړولو او نورو کيمياوي پروسو د مثال په توگه د درملو او يا خوراکي موادو په ساتنه کې هم کاريږي خو له کلونو راهيسې پرې په افغانستان کې بندیز دی.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د يکشنبې په ورځ ويلي وو چې په جلال آباد ښار کې يې د داعش اوه غړي نيولي دي. زياته شوې وه چې په نيول شويو کې هغه کس هم شامل دی چې په ښارونو کې د بمي بريدونو د تنظيمولو شک پرې کيږي.

اړونده موضوع: په کابل کې د قلمي تفنګچو نیول کیدل 

د دغه ادارې په اعلاميه کې راغلي چې دغه ډلې پلان درلود چې پر افغان امنيتي ځواکونو او يا هم په ننگرهار کې پر قومي مشرانو بريدونه ترسره کړي. زياته شوې چې انتحاري واسکټونه، وسلې او نور چاوديدونکي توکي هم نيول شوي دي.

د افغان حکومت او طالبانو استازي دمگړۍ د قطر په پلازمينه دوحه کې د سپتمبر له ۱۲ نیټې راهيسې يوه اوربند او دايمي سولې ته د رسيدو په موخه د مذاکراتو له پاره راټول شوي دي. خو لا هم پر طرز العمل خبرې رواني دي او په دغه کړنلاره کې داسې موارد شته چې د دواړو اړخونو ترمنځ یې په اړه د نظر اختلاف موجود دی.

په همدې حال کې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه ډېره لوړه شوې ده. وسله والو طالبان د شنبې په ورځ (د سبتمبر ۲۶ نیټه) په باميان ولايت کې بريدونه وکړل چې دغه سيمه د تیرو ۱۹ کالونو په موده کې تر ټولو خوندي سيمه گڼل کيده.

د باميان د والي وياند لطيف عظيمي وويل چې دې نښتو دوه ورځې دوام وکړ او په پايله کې یې نهه پوليس ووژل شول. هغه طالبانو ته هم د درنې مرگ ژوبلې د اوښتو خبره وکړه.

طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ادعا کړې چې جنگيالي یې د افغان امنيتي ځواک له يوه کتار سره په نښتو کې ښکيل شوي چې افغان کوماندو ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

زموږ له آرشيف څخه: