1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په کابل کې د قلمي تفنګچو نیول کیدل

۱۳۹۹ مهر ۲, چهارشنبه

د کابل پولیسو په اصطلاح د قلمي تفنګچو یوه زیرمه کشف کړې ده چې په کابل کې ترې د بریدونو له پاره استفاده کیده. چارواکي ګومان کوي چې په وروستیو کې په کابل کې یو شمیر هدفي بریدونه له همدې وسلې څخه په استفاده شوي دي.

https://p.dw.com/p/3isfc
Afganistan | Schießkugelschreiber | Beschlagnahmung durch Polizei in Kabul
انځور: Afghanistan's Ministry of Interior Affairs/AFP

د کابل جنایي پولیسو يوه استازي د سه شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه وسله په ظاهر کې د يوه خودکار قلم په څير ده. د هغه په خبره برید کوونکی مرمۍ د دغه قلم دننه ځای پر ځای کوي، چې د قلم پر تکمه د فشار واردولو سره ډز کوي.

دغه ډول تفنګچې یوازې یو فیر کوي. دا چې هغه د یوه قلم په څیر ښکاري، زیاتره وخت ورته د چا پام نه اوړي او په اسانۍ سره انتقالیدی شي.

په تيره اونۍ کې د کابل پولیسو دا ډول ۴۸ تفنګچې له نورو وسلو سره نیولي دي. د وسلو په دغه پټ زیرمه تون کي ډير شمير چسپکي بمونه هم موندل شوي چې کابل کي په تیرو مياشتو کې ډير کله په وژونکو بريدونو کي ترې استفاده شوې ده.

Afganistan | Schießkugelschreiber | Beschlagnahmung durch Polizei in Kabul
انځور: Afghanistan's Ministry of Interior Affairs/AFP

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي دي چې «ترهګرو» په پلازمینه کابل کې دغه وسله د پيچلو هدفی وژنو د کارول کیدو پلان لاره.

د کابل جنايي پولیسو د معلوماتو له مخې په کابل ښار کې په تیرو شپږو میاشتو کې له څلويښتو زيات کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. په دوی کې د سولې فعالان، کارپوهان او حکومتي کارکونکي شامل وو. د پوليسو د دغه چارواکي او معلوماتو له مخې د هدفي  وژنو ډير شمير يې د دغه قلمي تفګنچې په وسيله ترسره شوي دي.

پولیس ادعا کوي چې هغه ډلې چې له طالبانو سره اړیکي لري د دغه ډول ترهګریزو بريدونو مسؤل دي. خو طالبانو په دغه ډول بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې په کابل کې یې د دوو بریدونو مخه نیولې ده.

زموږ له آرشیف څخه: