غزني: د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي
۱۳۹۹ آبان ۳, شنبهد اسوشتيد خبري آژانس له کابله د غزني د والي د وياند، احمد خان سیرت، له قوله ليکي چې د لومړني ماين تر چاودنې وروسته د دوهم ماين په چاودنه کې دوه پولیس سرتيري هم وژل شوي دي. د سیرت په خبره دوهمه چاودنه د لومړۍ چاودنې د قربانيانو د انتقال پر وخت رامنځ ته شوه.
د والي وياند دغه راز زیاته کړې چې په دغو چاودنو کې يو شمیر کسان ټپيان شوي هم دي. هغه زياته کړه چې د پيښې په اړه څيړنې روانې دي.
تر اوسه د دغو بمي بريدونو مسئوليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو د غزني ولایت د امنيه قوماندانۍ ویاند ادعا کوی چې ماينونه طالبانو ځای پر ځای کړي وو.
په وروستيو کې په افغانستان کې جګړو او حملو په داسې وخت کې زور اخیستی دی، چې د قطر هيواد په دوحه کې د افغان جګړې د پای په موخه د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاو تر منځ د سولې مذاکرات په لاره اچول شوي دي.
تيره ورځ په نيمروز ولایت کې د ملي پوځ لږ تر لږه شل سرتيري وژل شوي ول چې د رپوټونو په حواله ځايي طالبانو يې مسئوليت پر غاړه اخیستی وو.
آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.