1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

طالب چارواکي او عیني شاهدان وایي د کابل د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه چاودنه شوې ده. ويل کيږي چې په دغه چاودنه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/4M153
Afghanistan I Explosion in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د دغه وزارت پر سړک چاودنه تايید کړې  ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل دویچه ویله ته وویل: «نن چهارشنبه مازدیګر شاوخوا څلور بجې د بهرنیو چارو وزارت ته پر غځیدلي سړک د ماین چاودنه وشوه چې له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې »

د کابل له پاره د طالبانو د امنیه قوماندانې ویاند خالد ځدراڼ د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت د باندې په رامنځ ته شوې چاودنه کې «پنځه ملکیان» وژل شوي دي او یو شمیر نور بیا ټپیان شوي دي.

تر دې دمخه خالد ځدراڼ تایید کړې وه چې په کابل کې چاودنه شوې ده. نوموړي ویلي: «له بده مرغه تلفات هم لري.»

طالب چارواکو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو د فرانسې خبري آژانس په کابل کې د خپل یوه کارکوونکي په حواله ویلي دي چې په دې پېښه کې ۲۰ کسانو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فرانسې خبري آژانس موټر چلوونکی جمشد کریمي چې د پیښې عیني شاهد دی، ویلي دي: «زه نه پوهیږم چې څومره کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. خو ما یو سړی ولید چې ځان یې والوزاوه.»

په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو انځورونو کې یو شمېر جسدونه پر ځمکه پراته لیدل کیږي.