1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزادي

آیا د پاکستان رسنۍ د حکومت تر کنترول لاندې دي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون سکرتر جنرال حارث خالق، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې د لومړي وزیر عمران خان حکومت د پارلمان او د ډموکراتیکو نورمونو لاس بروالی تر پوښتنې لاندې راولي.

https://p.dw.com/p/3bi1n
Pakistan - Zeitung
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

په داسې حال کې چې نن د مې میاشتې په ۳مه نیټه، د مطبوعاتو د آزادۍ ورځ ده، د پاکستان پر مطبوعاتو باندې بیا د حکومت او د دې هیواد د پوځ له لوري د سانسور او کتنرول خبرې کیږي. په پاکستان کې د بشري حقونو د کمیسیون مشر، حارث خالق، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې پاکستان د دیکتاتوري نظام په دوران کې هم سانسور او د بیان د آزادۍ سرکوب کول تجربه کړي دي. نوموړی په دې باور دی چې د اوسني حکومت په دوران کې د انتقادي غږونو غلي کول او د سیاسي مخالفینو سیستماتیک سرکوب د نورو پخوانیو انتخابي حکومتونو سره اصلا د پرتلې وړ نه دی.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون په خبره، په پاکستان کې اوسمهال نه یوازې آزاد خبریالان، کالم لیکونکي او آزاد لیکوالان تر فشار لاندې دي بلکې حکومت د مختلفو لارو چارو په واسطه مطبوعاتي ادارې هم تر مالي فشار لاندې راولي. د هغه په خبره، دغه کار د دې سبب شوی چې په پاکستان کې ګڼ شمیر رسنۍ خپل فعالیت ودروي او ګڼ شمیر مسلکي خبریالان خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون سرمنشي حارث خالق په خبره په پاکستاني رسنیو کې د مخالفو سیاسي مشرانو مرکې د خپرونې په ترڅ کې په نیمايي کې قطع کیږي او د خبري تلویزیونونو د خبرونو وړاندې کونکي اړ دي چې د [حکومت] لارښوونې عملي کړي او لیکوالان بیا په دوامداره توګه سانسور شوي دي. د نوموړي په خبره په پاکستان کې [د حکومتي دستګاه] له لوري څو ځله داسې هڅې هم شوي ترڅو ټولنیزې رسنۍ د خپلې خوښې په اساس برابرې کړي څو د نظرونو اختلاف له ټولنیزو رسنیو حذف شي.

Harris Khalique Schriftsteller aus Pakistan
انځور: Privat

دا په داسې حال کې ده چې په سویډن کې څو ورځې دمخه د ساجد حسین بلوچ په نامه یو پاکستانی خبریال تر څو ورځو لا درکۍ وروسته مړ موندل شوی دی، د داسې يوه موضوع ده چې د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون یې هم اندیښمن کړی دی. د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په دې تړاو دویچه ویله ته وویل چې داسې احتمال شته چې حسین د خپل ژورنالستیکي فعالیت په ترڅ کې پر بلوچستان باندې د ډیر تمرکز له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی وي، ځکه په خبره یې د پاکستان ریاست له هغو کسانو سره سخت چلند کړی چې د بلوچستان په هکله سیاست ته يې چلنج ورکړی وي.