1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: له افغانستان څخه دې د امريکايي ځواکونو وتل وځنډول شي

۱۳۹۹ بهمن ۱۶, پنجشنبه

د کانګرس د دواړو ګوندونو د ملاتړه برخمنې يوې ډلې په خپل رپوټ کې ويلي دي چې امريکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د راايستلو د مي میاشتې د لومړۍ نيټې ضرب الاجل بايد وغځوي او د ځواکونو ايستل په شرطونو پورې وتړي.

https://p.dw.com/p/3oril
USA General Dunford beim National Press Club
انځور: Getty Images/M. Wilson

د افغانستان د وضيعت د ارزولو له پاره د مطالعاتو ټاکل شوې ډلې د چهار شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۳مه) په خپل یوه رپوټ کې ويلي دي چې د امريکا متحده ایالاتو حکومت بايد د افغانستان د سولې پروسه له پامه ونه غورځوي. خو د دې خبرو د بريا له پاره اړين شرایط چې د طالبانو سره د ۲۰۲۰ م کال په هوکړه کې ټاکل شوي ول، د می میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې نه شي پوره کيدلی. 

په رپوټ کې زياته شوې ده چې په داسې یوه وضيعت کې به د امريکايي ځواکونو ايستل ښایي د کورنۍ جګړې او د سيمې د بې ثباتې سبب شي او د القاعدې شبکې ګواښ به بيرته را پيدا شي.

په رپوټ کې په داسې حال کې چې د ترمپ پر حکومت د امريکا تر ټولو اوږدې جګړې د ختمولو په موخه طالبانو ته له ډېر څه څخه د تیريدو تور پور منعکسوي، ويل شوي چې «امريکا متحده ايالات بايد [ په خپل لاس] طالبانو ته بری ور نه کړي.»

د کانګرس له خوا د ټاکل شوې دې ډلې مشري د امريکا د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال جوزف ډنفورد او د جمهوري غوښتونکو پخوانۍ سناتوره کيلي ايوت کوي.

اړونده موضوع:د بايدن حکومت غواړي له طالبانو سره تړون ته بياکتنه وکړي

ډنفورد خبريالانو ته وويل چې دا رپوټ یې د ولسمشر جوبايدن له مشاورينو سره چې په هغه کې د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم شامل دی، شريک کړل شوی دی.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت ویاند ند پرايس، وويل چې د بايدن اداره د سولې د پروسې د «ملاتړ پلان» لري او دا چې د ولسمشر بايدن اداره له القاعدې سره د اړيکو د پرې کولو، د تاوتريخوالي د کمولو او د سولې په خبرو کې د ښکیل کیدو د طالبانو تعهدات ارزوي.

Russland Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politiker in Moskau
رپوټ وايي د ځواکونو ايستل دې د سولې د مذاکراتو په پرمختګ پورې وتړل شيانځور: Reuters/E. Novozhenina

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په داسې حال کې چې په افغانستان کې تاوتريخوالی زیات وو تر تیرې ميلادي مياشتې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمير تر ۲۵۰۰ ته ټيټولو لارښوونه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چاروکو ویلي وو چې طالبان لا اوس هم له القاعدې سره اړيکي لري او د بين الافغاني خبرې د ځنډ ښکار دي.

خو طالبان په داسې حال کې چې وايي په افغانستان کې نور د القاعدې جنګيالي موجود نه دي، دې ته اشاره کړې ده چې که بهرني ځواکونه د می تر لومړۍ نيټې پورې له افغانستانه ونه وتل نو دوی به د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې بیرته خپل بریدونه پېل کړي.

اړونده موضوع: زلمی خلیلزاد خپلې دندې ته ادامه ورکوي

په دې ځانګړي رپوټ کې ويل شوي چې د امريکا متحده ايالاتو پر تګلاره بايد له سره غور وشي څو له دې سره مرسته وشي چې په دوحه کې ښکيلې خواوې په افغانستان کې د لسیزو د جګړې د ختمولو له پاره يوه پايداره حل ته ورسيږي. 

په رپوټ کې پر دې ټینګار شوی دی چې امريکايي ديپلوماتان بايد د ځواکونو د ايستلو د پروسې د ځنډولو په موخه د سيمه ایز ملاتړ له پاره «سملاسي» لاس په کار شي. په رپوت کې زياته شوې ده چې د مذاکراتو له لارې د هر اړخیزې او پايداره سوله له پاره چې د امريکا په ګټو برابره وي، »د می میاشتې د ضرب الاجل د غځولو اړتيا ده.»

په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د دغه مودې غځول به د بايدن حکومت ته پر تګلاره د غور کولو وخت ورکړي. همدا راز ويل شوي دي چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو ځنډيدل به د امريکا حکومت ته د دې فرصت برابر کړي چې خپلې ملکي مرستې له سره ترتيب کړي او دا چې د کابل حکومت به «د سولې له پاره په هلو ځلو او د ښځو او اقليتيونو د حقونو د تامينولو په برخه کې رغنده نقش لوبولو ته وهڅوي.»

د ۲۰۲۰ م کال د دوحې په توافقنامه کې طالبانو د امريکايي ځواکونو د وتلو په مقابل کې ژمنه کړې وه چې تاوتريخوالی به کموي، له القاعدې سره به اړيکي پرې کوي او له افغان حکومت سره به خبرو ته حاضريږي.

ب. ص/ س. ر (Reuters)