1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران يوه ستره جنګي کښتۍ په عمان خليج کې ډوبه شوې

۱۴۰۰ خرداد ۱۲, چهارشنبه

د ايران يوه ستره جنګي کښتۍ د عمان په خليج کې تر اور اخيستو وروسته ډوبه شوې ده. په پېښه کې چاته د زيان رسيدو خبر نه دی ورکړل شوی.

https://p.dw.com/p/3uKZS
Brand auf einem iranischen Marineschiff
انځور: jahannews.com

د فارس او تسنيم خبري آژانسونو له خوا ويل شوي دي چې د «خارک» په نوم د دې سترې کښتۍ د ژغورنې ټولې هڅې ناکامه شوې وې. زیاته شوې چې په کښتۍ کې سپاره ټول کسان ساحل ته انتقال شوي.

د فارس خبري آژانس په حواله اور د شپې پر ۲ بجو او ۲۵ دقیقو لګيدلی وو او د خاموشه کولو هڅې یې سملاسي پېل شوې وې.

دغه کښتۍ د تهران په جنوب ختیځ کې د هورمز تنګي ته څېرمه غرقه شوې ده.

د ايران په ټولنیزو رسنيو کې لاس په لاس کيدونکو انځورونو کې ليدل کيږي چې د کښتۍ عمله چې ځان ژغورونکي واسکټونه يې اغوستي ول، د کښتۍ څخه انتقاليږي.

د ايران دولتي تلویزيون او نيمه دولتي رسنيو د «خارک» کښتۍ د يوې «روزونکې بيړۍ» په توګه ياده کړې. د چهار شنبې په سهار د فارس خبري آژانس يوه ويډيو هم خپره کړې چې د کښتۍ څخه پورته کيدونکو تور دود پکې ليدل کيږي.

دا کښتۍ د ايران د سمندري ځواک له هغو يو څو کښتيو څخه وه چې نورو کښتيو ته یې د تېلو او اکمالاتو د رسولو وړتيا درلودله. له دې څخه د يوې سترې بار وړونکې کښتۍ په توګه او د څرخي الوتکو د پرواز له پاره هم استفاده کيدله.

د ایران سمندري ځواک کښتۍ په عمومي توګه د عمان په خليج او نورو سمندرونو کې ګزمې کوي، په داسې حال کې چې د سپاه پاسداران ځواک بيا د هورمز تنګي او فارس خليج په اوبو کې په عملياتو بوخت وي.

د ایران چارواکو تر اوسه د اور لګيدنې د علت په اړه څه نه دي ویلي. خو دا پېښه د مرموزو پېښو تر يوې لړۍ وروسته رامنځته شوې چې په ۲۰۱۹م کال کې په عمان خليج کې د کښتۍ په نښه کولو سره پېل شوې وه.

د امريکا سمندري ځواک بيا تر دغه پېښې وروسته پر ايران تور لګولی چې ايران د چسپکي مایونو سره چې يو غوټه وهونکی یې نښولی شي، کښتۍ په نښه کوي.

خو ایران په داسې حال کې دغه تور رد کړی چې د امريکا د سمندري ځواک له خوا اخيستل شويو انځورونو کې ليدل کيږي چې څرنګه د ايران د سپاه پاسداران مليشو غړي له يوې کښتۍ څخه يو ناچاودلی ماین ليرې کوي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې وه چې د ایران او امريکا اړيکي سختې ترنګلې وې او وروسته بيا د امريکا د هغه وخت ولسمشر دونالد ترمپ له ایران سره اتومي تړون په يو اړخیزه توګه لغوه کړ.

د خارک کښتۍ ډوبيدل د ايران له پاره يو تازه بحري ناورين دی. په ۲۰۲۰م کال کې د پوځي تمريناتو پر وخت په ناپامۍ سره يوه کښتۍ د یوه توغندي هدف ګرځيدلې وه چې ۱۹ کسان پکې ووژل شول او ۱۵ ټپيان ول. په ۲۰۱۸م کال کې هم د ایران يوه ويجاړونکې کښتۍ ډوبه شوې وه.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب