1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا ساحلي ګارډ د ایران پر کښتيو اخطاري ډزې کړي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

په هرمز تنګي کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو کښتۍ د امريکايي قواوو کښتيو ته تر ۱۳۵ مترو پورې ورنژدې شوې وې چې له کبله يې په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو ساحلي گارډ اړ شوی پر هغوی ۳۰ اخطاري ډزونه وکړي.

https://p.dw.com/p/3tEZ5
US-Schiffe feuern erneut Warnschüsse wegen iranischen Booten ab
انځور: U.S. Navy via AP/dpa/picture alliance

پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ (د می ۱۰مه) په هرمز تنګي کې د ایران د سپاه پاسدارن ۱۳ تیزرفتاره کښتۍ د «يوغیر مسلکي او ناامنه مانور» سره، د امریکايي قواوو هغو کښتیو ته ورلنډې شوې چې د «يو اس اس جورجيا» په نوم اوبټل یې سکورت کاوه.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند، جان کربي وايي چې د سپاه پاسداران د کښتيو څخه شپږ ېې د امریکايي قواو کښتیو ته تر ۱۳۵ متري فاصلې پورې ورنژدې شوي.

د هغه په خبره وروسته له هغې چې ايراني کښتيو ته د آلارم، مخابروي اړيکې او نورو وسایلو له طريقه ټول لازم خبرداری ورکړل شو، د امریکا ساحلي ګارډ دې ته اړ شو چې د کالبير۵۰ ماشیندار ۳۰ اخطاري ډزې وکړي.

تر دوهم ځل اخطاري ډزو وروسته، د سپاه پاسداران له ۱۳ کښتيو سره ارتباط قطع شو. د کربي په خبره معلومه نه وه چې دغه کښتۍ کوم لور او په څه جهت کې د حرکت په حال کې دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ويلي دي: «د سپاه پاسداران مزاحمت کونکي عملیات کومه نوې پديده نه ده. د مرکزي قوماندانۍ اړوند زموږ د مسؤليت په ساحه او په ځانګړې توګه د فارس خليج په شاوخوا کې زموږ د قوماندانۍ د سطحې ټول افسران او د کښتيو پرسونل د خدمت له پاره روزل شوي دي.»

هغه زياته کړې ده چې د امريکا د سمندري ځواکونه غبرګون، «متناسب او له خپل ځان څخه د دفاع په حد» کې وو. ايران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.