1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران په بریالیتوب سره د ځمکې مدار ته سپوږمکۍ استولې

۱۴۰۳ شهریور ۲۴, شنبه

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې دغه هیواد سږ کال د دوهم ځل له پاره په بریالیتوب سره د ځمکې مدار ته د چمران ۱ په نوم یو تحقیقي سټلایټ لیږلی دی. ایران ویلي چې سټلایټ یې د ۵۵۰ کیلومترو په ارتفاع په مدار کې ځای پر ځای شوی دی.

https://p.dw.com/p/4kcmD
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی چې پکې لیدل کیږي چې ایران د ځمکې مدار ته یو سټلایټ استوي. ایران تر دې مخکې هم د روان کال په پیل کې په بریالۍ توګه مدار ته یوه سپوږمکۍ توغولې وه.
ایران ویلي چې سټلایټ یې د ۵۵۰ کیلومترو په ارتفاع د ځمکې په مدار کې په بریالۍ توګه ځای پر ځای شوی دی. انځور: Roscosmos space corporation/AP/dpa/picture alliance

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر میاشتې ۱۴مه) ایراني رسنیو خبر ورکړی دی چې ایران په روان میلادي کال کې په دوهم ځل په بریالیتوب سره د ځمکې مدار ته یوه څیړنیزه سپوږمکۍ یا سټلایټ استولی دی. ایراني دولتي رسنیو ویلي چې د چمران ۱ په نوم دغه سټلایټ په بریالۍ توګه د ځمکې په مدار کې ځای په ځای شوی دی. 

د ایران  له لوري د ځمکې مدار ته دغه سټلایټ یا سپوږمکۍ داسې مهال استول کیږي چې امریکا متحده ایالاتو او د اروپايي ټولنې یو شمیر هیوادونو پر ایران تور پورې کړی چې دغه هیواد روسیې ته بالستیک توغندي ورکړي دي او دا چې روسیه به له دغو توغندیو د اوکراین پر وړاندې په خپله جګړه کې کار واخلي. ایران بیا دغه تورونه رد کړي دي. 

ایراني دولتي رسنیو ویلي چې د ایران له لوري دغه سپوږمکۍ چې د دغه هیواد د بریښنايي وسایلو د صنعت له لوري ډیزاین او جوړه شوې ده، د ځمکې په مدار کې د ۵۵۰ کیلومترو په ارتفاع کې ځای پر ځای شوی دی. 

په جنوري میاشت کې د ایران له لوري توغول شوی دغه سټلایټ تراوسه پورې د دغه هیواد تر ټولو په لوړه ارتفاع کې ځای پر ځای شوې سپوږمکۍ شمیرل کیږي. 
ایران وايي نوی سټلایټ یې په بریالۍ توګه د ۵۵۰ کیلومتره په ارتفاع سره د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوی دی. انځور: Tasnim

د ایران له لوري د دوهم بریالي سټلایټ توغول

ایران تر دې وړاندې د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې هم د ثریا په نامه یو بل سټلایټ هم د ځمکې مدار ته استولی وو او د ځمکې په مدار کې په ۷۵۰ کیلومتره ارتفاع کې ځای پر ځای شوی دی.

په جنوري میاشت کې د ایران له لوري توغول شوی دغه سټلایټ تراوسه پورې د دغه هیواد تر ټولو په لوړه ارتفاع کې ځای پر ځای شوې سپوږمکۍ شمیرل کیږي. 

د امریکا متحده ایالاتو پوځ تور پورې کوي چې د دغو سپوږمکیو د لیږلو له پاره ایران د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو له تکنالوژۍ څخه استفاده کړې او دا چې ایران د دغې تکنالوژۍ پرمټ به وکولی شي چې د اتومي سرګلولو لرونکې وسلې هم جوړې کړي. 

ایران بیا دغه تورونه ردوي چې ګواکې د سټلایټ استولو تکنالوژي یې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د پروګرام د پټولو پروګرام دی او وايي چې دوی هیڅکله هم د اتومي وسلو د جوړولو هڅې نه کوي. 

ایران چې په منځني ختیځ کې د توغندیو تر ټولو ستر پروګرامونه  تر لاسه لاندې لري، تر دې وړاندې د څو کلونو په موده کې د تخنیکي ستونزو له کبله یې څو ځله د سپوږمکیو یا سټلایټونو د استولو هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوې وې.

آژانسونه: خ.ح/ ش.ن