1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ایراني پلاوي له کجکي بنده د لیدنې اجازه ترلاسه کړې ده؟

۱۴۰۲ خرداد ۲۸, یکشنبه

د افغانستان له پاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، خبر ورکړی دی چې د طالبانو ادارې د کجکي د اوبو له بند څخه د ایران د مسلکي پلاوي له لیدنې سره موافقه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/4SjXK
Afghanistan Kraftwerk Kajaki in der Provinz Helmand
انځور: DW/R.Elham

د هلنمد له رود څخه د ایران د حق آبې په هکله د افغانستان او ایران ترمنځ له رامنځته شوو جنجالونو وروسته، په افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي دي چې د طالبانو ادارې د افغانستان د اوبو له بند څخه د ایران د مسلکي هیئت له لیدنې سره موافقه کړې ده.

ایران ته د طالبانو ځواب: دومره اوبه نشته چې ایران ته ورسیږي

نوموړي زیاته کړې ده چې ټاکل شوې ۱۵ ورځې وروسته ایراني پلاوی د کجکي بند له اوبو څخه لیدنه وکړي. خو طالبانو تر اوسه پورې د دې تازه موافقې په هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د «صدا و سیمای» ایران خبري آژانس ویلي دي چې قمي دغه څرګندونې د «صف اول» تلویزونې شبکې په یوه پروګرام کې کړي دي. دغه ایراني دیپلومات ویلي: «هغو موافقو چې اوس یې صورت نیولی دی دا دي چې زمونږ متخصصین به وکولی شي له سیمې څخه لیدنه وکړي او دې ته به زمينه سازي وشي چې انشاء الله دغه اوبه را خوشې شي....»

مخکې تر دې د طالبانو ادارې اعلان کړی و چې که څه هم د ایران او افغانستان ترمنځ د ۱۳۵۱ ه ش کال تړون ته ژمن دي، خو د ایران مسلکي پلاوي ته د افغانستان له بندونو څخه د لیدنې اجازه نه ورکوي. طالبانو ویلي وو چې د اوبو بندونو څار او بررسي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوبو په تړون کې نشته.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟

د طالبانو ادارې ټینګار کړی و چې د ایران د حق آبې ستونزه د وچکالۍ او د اوبو د کمیدو له کبله رامنځته شوې ده.

د ایران او افغانستان ترمنځ لفظي شخړو د هلمند په رود کې د ایران د حق آبې په هکله د ایران د ولسمشر تر خبرداري وروسته زور واخیست.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له ایراني چارواکو وغوښتل چې د حق آبې مسله دې نه سیاسي کوي او د ۱۳۵۱ه ش (۱۹۷۳ عيسوي کال د مارچ ۱۳ نیټه) د موافقې په اساس دې خپلې غوښتنې مطرح کړي.

دغه تړون په ۱۳۵۱ه ش کال کې د افغانستان د هغه وخت د صدراعظم موسی شفیق او د ایران د هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا ترمنځ لاسلیک شوی و.

ایران: د یوې میاشتي په ترڅ کې اوبه خوشي کړئ

د دې تړون په اساس ایران د هلمند رود په اوبو کې په کال کې د ۸۲۰ میلیون متره مکعب معادل اوبو مستحق دی، چې اندازه یې د ورښت د وضعیت په پام کې نیولو سره د کال په مختلفو میاشتو او فصلونو کې کیدای شي متفاوت وي.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ا.و.ا