1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اماراتو له پاکستان سره د یو میلیارد ډالره مرستې ژمنه کړې

۱۴۰۲ فروردین ۲۵, جمعه

متحده عربي اماراتو د پیسو نړيوال صندوق (IMF) ته تائیده کړې ده چې دغه هیواد به پاکستان ته یو میلیارد ډالره مرسته ورکوي. د پاکستان د مالیې وزارت دغه اعلان د جمعې په ورځ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Q520
Pakistan | Finanzminister Ishaq Dar
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

په اوسني وضعیت کې د متحده عربي اماراتو له خوا پاکستان ته دا ډول ډاډگیرنه ورکول د پاکستان له پاره خورا مهم گڼل کیږي. د پیسو نړیوال صندوق د مالي بستې د څو میاشتني ځنډ په سبب، د شدید مالي بحران سره مخامخ پاکستان له پاره چې اقتصاد یې د ډیوالي کیدو په درشل کې دی دغه مالي بسته حیاتي ارزښت لري.

شریف: مجبور یو د پیسو نړیوال صندوق سخت شرایط ومنو

د پاکستان د اقتصاد وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ د ټویټر په ټولنیزه شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې د پاکستان دولتي بانک (سټيټ بینک آف پاکستان) د پيسو له نړیوال صندوق څخه د یو میلیارد ډالري بستې ترلاسه کولو له پاره د اړینو اسنادو پر برابرولو بوخت دی.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

په همدې منځ کې د پيسو نړیوال صندوق مشرې کرستالینا جارجیوا ویلي چې تیره ورځ هم د پاکستان له دوستو هیوادونو سره د بودیجې په اړه د مالي ډاډ گیرنې ورکولو په ارتباط خبرې اترې وشوې چې هدف یې د مرستې بستې پروگرام بشپړول وو.

سعودي عربستان له خوا د ملاتړ ډاډ

تیره اونۍ سعودي عربستان هم آی ایم ایف ته ویلي چې دغه هیواد تیار دی پاکستان ته ۲ میلیارده ډالره مالي مرسته ورکړي.

پاکستان د بهرنیو اسعارو ډېره کمه زیرمه لري او د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۱،۱ میلیارده ډالره پور ترلاسه کولو په تمه دی. د دغو پيسو ورکړه د تیر کال له نومبر میاشتې راهیسې د مالیاتي تگلارو د سمون په سبب ځنډول شوی و.

په پاکستان کې مالیې وضع کولو ته اړتیا

په فیبرورۍ میاشت کې د پاکستان د مالېې وزير اسحاق ډالر ویلي وو چې د پیسو نړیوال صندوق په لارښوونه به په پاکستان کې د ۱۷۰میلیارده پاکستاني کلدارو په ارزښت نوي مالیې وضع کړای شي. په ورته وخت کې هغه له آي ایم اف څخه د ۱،۲ میلیارده ډالره پور ترلاسه کولو هیله څرگنده کړې وه.

د پيسو نړیوال صندوق اوکراین سره د ۱.۳ ميليارډ ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

اسحاق ډالر په هغه وخت کې دا هم ویلي ول چې د پیسو نړیوال صندوق پر پترولي مصنوعاتو یا نفتي تولیدواتو د توکو او خدماتو مالیې نه وضع کولو غوښتنه هم منلې ده، خو د اضافي مالیې وضع کولو پر اړتیا یې ټینگار کړی دی چې له مخې یي په مارچ او اپریل میاشتو کې د ډیزل او پترول په قیمتونو کې د پنځه پنځه پاکستاني روپیو مالیې لوړول شامل وو.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز