1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونههندوستان

هند شپږ پاکستاني اتباع د افغانستان له هیروئینو سره نیولي

۱۴۰۱ مهر ۱۶, شنبه

هندي چارواکو د هیروئینو له یوې لویې محمولې سره د شپږ تنه پاکستاني اتباعو د نیولو خبر ورکړی دی. د لسګونو میلیونه ډالرو په ارزښت دغه هیروئین له افغانستانه قاچاق شوي او د هند ګجرات ایالت ته نږدې په عرب سمندر کې نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Hw34
په هندوستان کې د هیروئینو یو توقیف شوې محموله
په هندوستان کې د هیروئینو یو توقیف شوې محمولهانځور: Narinder Nanu/AFP/Getty Images

هندي چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې شپږ تنه پاکستاني اتباع یي د دغه هیواد په لویدیځ کې ګجرات ایالت ته نږدې عرب سمندر کې د کب نیونې په یوې کوچنۍ کښتۍ کې له مخدره موادو سره نیولي دي.

په ګجرات کې له تروریزم سره د مبارزې سازمان یوه لوړپوړي چارواکي دیپان بادران، وویل چې دغه محموله د جمعې په شپه کشف او ضبط شوې ده: «کشف شوي هیروئین له افغانستان څخه قاچاق شوي. پاکستاني اتباع نیول شوي او د قاچاق د دغو عملیاتو په هکله به تر پوښتنو او ګرویږدنو لاندې ونیول شي.» 

د هندي چارواکو په وینا د دغه هیواد په تور بازار کې د دغو هیروئینو ارزښت چې ۵۰ کیلوګرامه وزن لري ۵،۳ میلیارده هندي روپیه  کيږي چې د ۴۲ میلیونه ډالرو معادل دی.

اړوند:مخدره مواد هر کال په امريکا کې تر یو لک ډېر انسانان وژني

پاکستاني چارواکو تر اوسه پورې د هند له خوا د خپلو اتباعو د نیول کیدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. هند او پاکستان دوه ګاونډي هیوادونه دي چې د سرحدي تشنج له کبله څو واره سره په جګړه کې ښکیل شوي دي.

هندوستان له افغانستان سره چې په نړۍ کې د تاریاکو او هیروئینو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی، د نزدیوالي له کبله د مخدره موادو د تجارت د ترانزیټي مسیر یوه برخه ده.

د هند ساحلي ګارد او د دغه هیواد له تروریزم سره د مبارزې سازمان چارواکو وروسته له دې چې د دې محمولې د قاچاق په هکله یي اطلاع ترلاسه کړه، بین المللي سمندري سرحدونو ته نږدې د هند په اوبو کې د دغې کښتۍ د توقیف کولو له پاره دوه څارونکي کښتۍ مستقرې کړې.

په دې وروستیو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هندوستان پریکړنده تګلاره د دې سبب شوې چې د مخدره موادو یو شمیر عملیات ترسره او څو قاچاق شوي محمولې ونیول شي.

هند د ۲۰۲۱م کال په سپټمبر کې د ګجرات په بندر کې د ۷،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت مخدره مواد ضبط کړل او تیره میاشت یي هم یو اندازه مواد نیولي وو. دغه ټول هیروئین په افغانستان کې تولید شوي وو.

اړوند: پر مخدره موادو بریدونو، طالبانو ته په ميلیونو تاوان رسولی

د کله راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک نیولی دی، په وار وار یي ادعا کړې ده چې د دوحې د موافقتنامې په اساس د مخدره موادو له کښت او قاچاق سره پریکړنده چلند کوي. خو د مخدره موادو تولید نه یوازې دا چې په افغانستان کې نه دی کم شوی، بلکې زیات شوی دی چې دا کار د سیمې او نړۍ د هیوادونو د انديښنې سبب شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې طالبانو په تیرو دوو لسیزو کې خپل جنګي مصارف د مخدره موادو له عاید څخه تمویلول.

د ملګرو ملتونو سازمان د مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې دفتر وایي چې د افغانستان د هیروئينو لويې محمولې د هند اوقیانوس له لارې حتی د افریقا ختیځ او سویل ته قاچاق کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص