1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مخدره مواد هر کال په امريکا کې تر یو لک ډېر انسانان وژني

۱۴۰۰ آبان ۲۷, پنجشنبه

په امریکا کې د نشه یي توکو تر اندازې زيات استعمال هلته د مړینو شمیر د وسلو او ترافیکي پيښو له امله د مړینو په پرتله څو برابره لوړ کړی دی. کارپوهان د دې لامل د فنتینایل په نامه د نشه یي درملو په استفادې کې زیاتوالی بولي.

https://p.dw.com/p/439Uw
China Fentanyl
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Chang Zhongzheng

په امریکا کې د ناروغیو د کنترول مرکز(سي ډي سي) د چهارشنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې وویل چې تیر کال د نشه یي موادو تر اندازې ډیرې استفادې له امله ۱۰۰۳۰۶ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په یوه کال کې د «اضافي دوز» له امله دا د مړينو تر ټولو لوړ شمیر دی.

سي ډي سي د رغتونونو له خوا د مړینې تصدیق پاڼې پر اساس خپل رپوت کې ویلي دي چې د ۲۰۲۰م کال له می میاشتې څخه د ۲۰۲۱م کال تر اپریل پورې د اضافي دوز یا تر اندازې زیات استفادې له امله د مړینو په شمیر کې ۲۸،۵ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.

کارپوهان په کرونا ویروس د اخته کسانو له نشه یي موادو څخه استفاده او خطرناکو مخدره موادو ته غیر قانوني لاسرسی په دومره لوړ شمیر کې د خلکو د مړینې علت بیانوي.

په امریکا کې د مخدره توکو تر اندازې زیات استعمال له امله د مړینو په شمیر کې په پرله پسې توګه زیاتوالی رامنځته کیږي. په ۲۰۲۰م کال کې د «اوور دوز» یا اضافي دوز له امله د ۹۳۰۰۰ کسانو مړينه ثبت شوې وه.

اضافي دوز دومره عام ولی دی؟

د سي ډي سي له خوا د خپرو شویو تازه ارقامو څخه معلومیږي چې د نشه يي موادو تر اندازې ډېر استعمال، تر هغه زيات تلفات رامنځته کوي لکه په ترافیکي پيښو، وسلو، ریزش او نمونیا په څیر ناروغيو له امله رامنځته کيږي.

کارپوهان وایي چې د امریکا په بازارونو کې فنتینایل ته په اسانې سره لاسرسی د مړينو په شمیر کې د زیاتوالي مهم دلیل دی. فنتینایل یوه وژونکې ماده ده. دې نشه کوونکو درملو پنځه کاله مخکې د «اضافي دوز» له کبله د تر ټولو ډیر وژونکي مادې هیروینو ځای نیولی دی.

د نشه یي توکو کاروباریان په عام ډول فنتینایل په نورو نشه یي توکو کې تر ورګډولو وروسته پلوري، چې له امله یې د وژنې خاصیت لا زیاتیږي.

له مخدره موادو سره د مبارزې امریکایي ادارې مشره اینې ملګرام وایي چې د مخدره توکو قاچاق کوونکي ډلې په ټوله امریکا کې په لوړه کچه د فنتینایل او کرستال نشه یي توکو د جوړولو له پاره له چینایي کیمیاوي موادو څخه استفاده کوي.

ملګرام وویل چې په روان کال کې تر اوسه پورې ۵۵۰۰ کیلوګرامه فینتینایل ضبط یا نیول شوي دي.

چارواکي وایي چې د کرونا ویروس وبا وضعیت لا زیات خراب کړی دی، ځکه له نشه یي توکو ډیري استفاده کوونکي یوازې پاتې شوي دي او هیڅوک نشته چې له دوی سره مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایدن په یوه بیانیه کې دغه شمیر د انديښنې وړ بللی دی. چارواکي په پام کې لري چې له نشه یي توکو سره د مبارزې له پاره د میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز