1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترهګري ضد کنفرانس کې پر پاکستان باندي د مودي غيرمستقيم بريد

۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعه

د هند لومړي وزير نريندر مودي د ترهګرۍ د تمويل ضد نړيوال کنفرانس ته په وينا کي پاکستان په غير مستقيمه توګه تورن کړ چي ګواکي اصلي خارجي پاليسي يې ترهګري ده.

https://p.dw.com/p/4Jk88
Usbekistan Samarkand | SOC GIpfeltreffen - Narendra Modi
د هند لومړی وزير نريندر موديانځور: Sergei Bobylev/Sputnik/Kremlin Pool Photo/AP/picture alliance

لومړي وزير نريندر مودي د جمعې په ورځ (۲۰۲۲ م کال د نوامبر ۱۸) په نوي ډيلي کي د ترهګرۍ د تمويل ضد دوه ورځني نړيوال کنفرانس (NMFT) پرانستنه وکړه. هغه د «نو مني فار ټېرر» و دغه کانفرانس ته وويل چي هند د ترهګرۍ پر ضد خپله مبارزه کي په زرونو کسانو قربانۍ ورکړې ده. مودي د ترهګرۍ پر ضد د «صفر زغم پاليسۍ» ملاتړ وکړ. هغه وويل چي د ترهګرۍ د مخنيوي له پاره اوس له عصري ټيکنالوژۍ څخه هم کار اخيستل کيږي.

په دغه کنفرانس کي تر ۷۵ زياتو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو ګډون کړی دی. خو پاکستان په دغه کنفرانس کي ګډون نه دی کړی.

نريندر مودي پر پاکستان په غيرمستقيمه توګه تور ولګاوه او غوښتنه يې وکړه چي د ترهګرۍ ملاتړ کوونکو ټولو هيوادونو پر ضد بايد سخت اقدامات وشي. هغه وويل: «ځيني هيوادونه د خپلي خارجه پاليسۍ په ترڅ کي د ترهګرۍ ملاتړ کوي.»

هند د بی پیلوټه الوتکو د بیړنۍ خریدارۍ پریکړه کړې

مودي زياته کړه: «کوم هيوادونه چي هغوی (ترهګرو) ته سياسي او مالي مرسته رسوي، له دا ډول هيوادونو سره بايد حساب وشي.»

په پام کي وه چي هند په ۲۰۲۰م کال د «نو مني فور ټېرر» کنفرانس مشري وکړي، خو د کرونا پاندمي له کبله دغه وځنډول شو.

په روان کنفرانس کي به ګډونوال د ترهګرۍ د مالي ملاتړ پر موضوع د نظر تبادله وکړي او د مخنيوي له پاره به يې پر ممکنه مشترکو اقداماتو او د پاليسو پر جوړولو هم مشورې سره وکړي.

ج.ا./ا.ا./ن.ز.