1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند د بی پیلوټه الوتکو د بیړنۍ خریدارۍ پریکړه کړې

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

هندي سرچینې وايي چې په دې وروستیو ورځو کې ډیري وختونه پر نړیوالو سرحدونو پاکستاني ډرونونه لیدل کیږي چې ځینې یې را نسکورې شوي هم دي. له دې کبله هندي پوځ د ۷۵۰ بی پيلوټه الوتکو د بیړنۍ خریدارۍ د داوطلبۍ امر صادر کړی دی.

https://p.dw.com/p/4IhM7
SHIFT -  Drohne
انځور: Pedro Henrique Santos/Unsplash

د هندي رسنیو د رپوټونو په حواله د هندي پوځ له خوا په بیړنې ډول د دغو بې پیلوټه الوتکو خریداري پر دښمن د برید کولو له پاره د خپلو ځانګړو ځواکونو د لازیات پیاوړې کولو هڅه بلل شوې. دغه ډرونونه د تدارکاتو د بیړنیو مقرراتو په اساس پيرل کیږي.

د هندي پوځ یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي: «هندي پوځ، د دغه هیواد د حکومت له خوا دفاعي ځواکونو ته د ورکړل شوو بیړنیو تدارکاتو د اختیاراتو په اساس د ۷۵۰ بې پيلوټه الوتکو د خریدارۍ له پاره د داوطلبۍ امر صادر کړی دی. د داو طلبي دغه امر د اکتوبر په ۲۵ نیټه ورکړل شوی دی.»

اړوند: د ناټو وسلې څرنګه له افغانستان څخه کشمير ته انتقالیږي؟

دغه ۷۵۰ بې پیلوټه الوتکې به چې په بیړني ډول پيرل کیږي، د پراشوټ (ځانګړو ځواکونو) واحدونو ته وسپارل شي. دې کنډک ته د دښمن د لیکو پر وړاندې د ځانګړو ماموریتونو د ترسره کولو اختیارات ورکړل شوي دي، له همدې امله دا په عصري وسایلو سمبالیږي.

هندي پوځ تر اوسه پورې ۲۳ پاکستاني بی پيلوټه الوتکې را نسکورې کړي دي چې له دې ډلې ۱۳ یي یوازې په روان کال کې را غورځول شوي دي.
هندي پوځ تر اوسه پورې ۲۳ پاکستاني بی پيلوټه الوتکې را نسکورې کړي دي چې له دې ډلې ۱۳ یي یوازې په روان کال کې را غورځول شوي دي.انځور: Andy Dean/imagebroker/IMAGO

د هندي پوځ دغه لوړپوړي افسر ویلي دي چې د (RPAV) له لیري کنترولیدونکي بی پيلوټه الوتکې چې د داوطلبې امر یي صادر شوی دی، یوه تر ټولو نوې اله ده چې شپه او ورځ په هر ډول حالاتو کې کار کولی شي او له مونږ سره د هدف په معلومولو کې مرسته کوي.

هندي پوځ د دې ډرونونو په وسیله له تر لاسه کیدونکو دری بعدي انځورونو څخه د خپلو ځانګړو ماموریتونو په ترڅ کې د هدف په نښه کولو له پاره استفاده کولی شي.

د هندي پوځ دغه چارواکي زیاته کړې ده: «له دې آلې څخه به د وضعیت په ارتباط معلومات ترلاسه کولو، د لنډې دورې څارنې، د هدف د سیمې سِکن کولو او دری بعدي انځورونو ترلاسه کولو له پاره استفاده وشي، څو د دې په مرسته د هدف سیمې ته تر داخلیدو مخکې پلانونه وشي.»

د ډرونونو د خریدارۍ هدف د پاکستاني اهدافو په نښه کول دي

هندي رسنیو د هندي پوځ د سرچینو په حواله ویلي دي چې د دغو عصري ډرونونو د خریدراۍ مقصد په ظاهره کې په سرحد کې د پاکستاني پوځ د مخ پر زیاتیدونکو فعالیتونو څارنه او د هغې مقابله کول دي.

دا پرمختګ په داسې یو وخت کې کیږي چې په نړیوال سرحد کې ډیر شمیر پاکستاني ډرونونه لیدل شوي دي. د رپوټونو په حواله هندي پوځ تر اوسه پورې ۲۳ پاکستاني بی پيلوټه الوتکې را نسکورې کړي دي چې له دې ډلې ۱۳ یي یوازې په روان کال کې را غورځول شوي دي.

اړوند:هند کشمير ته په زرونو نور عسکر استولي

د کارپوهانو په حواله (RPAV)  ډرونونه د ۱۵ کیلومترو په ساحه کې خپل ماموریت ترسره کولی شي. که چیرې دغه ډرونونه اغیزمن ثابت شول، نو په لوړ شمیر کې به یي د خریدارۍ فرمایش ورکړل شي.

د دفاعي چارو کارپوه متقاعد ډګر جنرال وی کي چترویدي وویل: «ډرون د وسلو سیستم د څار او استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو، دواړو له پاره ډير ارزښت لري. دا ډیر کارونه ترسره کولی شي او دا د جګړې راتلونکی دی. ډرونونه د اهدافو په نښه کولو او معلوماتو راټولولو په برخه کې اغیزمن رول لري».

جاوید اختر: ش.ن/ ب.ص