1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په هند کي د کرونا د مړو شمېر تر ۳۰۰ زرو واوښت

۱۴۰۰ خرداد ۳, دوشنبه

په هند کي له کرونا د مړو سوو کسانو شمېر تر ۳۰۰ زرو واوښت. د دغه هيواد د روغتيا وزارت ويلي دي چي په تيرو ۲۴ساعتونو کي ۴۴۵۴ کسان مړه سوي دي. په هند کي په کرونا د اخته کسانو شمېر نږدې ۲۷ ميليونو ته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/3tqix
Indien Corona-Pandemie | Situation in Bengaluru
انځور: Samuel Rajkumar/REUTERS

د هند د روغتيا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د می ۲۴) ويلي دي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۴۴۵۴ کسان کرونا وژلي دي چي په دې سره په دغه هيواد کي د کرونا له وجي د مړو سوو کسانو شمېر ۳۰۳۷۲۰ کسانو ته رسېدلی دی.

پر دې سربيره په دغه هيواد کي د کرونا پانديمي له پيل راهيسي په دغه ويروس د اخته سوو کسانو شمېر ۲۶،۷ ميليونو کسانو ته رسېدلی دی. له دې سره نو تر امريکا متحده ايالاتو او برازيل وروسته هندوستان د کرونا تر ټولو زياتي پيښي لري.

د غویي د بولو څښلو میله په نوي ډهلي کي

په هندوستان کي د کرونا ويروس د پراخېدو يو دليل په دغه هيواد کي ستري سياسي او مذهبي غونډي بلل سوی دی. د دغه هيواد روغتونونه د ناروغانو له پاره د بستر او آکسېجن له کمښت سره مخامخ دي. په دغه هيواد کي له کرونا له امله د مړو سوو کسانو نږدې نيمايي شمیر یې تر مارچ مياشتي وروسته ثبت سوي دي.

د کارپوهانو په باور په هند کي د کرونا ناروغانو شمېر تر رسمي ارقامو ډېر لوړ دی. په ځانگړې توگه په ليري پرتو سيمو کي چي د دغه هيواد يو پر دريمه برخه وگړي ژوند کوي، کرونا ويروس په ډيري چټکۍ سره پر پراخېدو دی.

دا په داسي حال کي ده چي د کرونا پانديمي په جريان کي يوه بله ناروغي چي «توره مرخېړي» نوميږي هم پيدا سوې ده.

يوازي د نوي ډيلي په روغتونونو کي د دغي ناروغۍ نږدې ۲۰۰ کسان تر درملني لاندي دي او په لسونو نور د تدواۍ په تمه دي.

دغه ناروغي (توره مرخېړي) په راجستان او تلانگانا ايالتونو کي دومره ډېره سوې ده چي د يوې اپيدمۍ په شان اعلان سوې ده.