1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او چين له لانجمنې سرحدي سیمې خپل عسکر ايستلي

۱۳۹۹ اسفند ۴, دوشنبه

هند او چين په هيمالايا کې د پانګونګ جهيل سيمې څخه خپل عسکر ايستلي دي. د دواړو هيوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې ويل شوي دي چې دواړه خواوې به د نورو مسئلو د هوارولو له پاره هلو ځلو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/3phBm
Grenzkonflikt zwischen Indien und China
انځور: picture-alliance/AP Photo/Manish

تر څو مياشتو ترنګلتيا وروسته هند او چين د يکشنبې په ورځ ويلي چې دواړو خواو خپل ځواکونه په هيمالايا کې له لانجمنې سيمې څخه ايستلي دي.

دواړو هيوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي: «ښکيل اړخونه په پانګونګ جهيل سيمه کې د ځواکونو بې له کومې ستونزې پر شا کيدل مثبت ګام ګڼي چې په لويديځ سيکتور کې «د کنترول پر اصلي کرښه» د نورو پاتو ستونزو د حلولو له پاره يو ښه اساس جوړوي.»

د اعلامیې په حواله د چين او هند پوځي مشرانو د شنبې په ورځ سره وليدل او پر وضعيت يې ژور بحثونه وکړل او خپل نظريات یې سره شريک کړل.

نښتې ولې پېل شوې؟

د دواړو هيوادونو عسکر د تېر میلادي کال له پېل راهيسې د دوی ترمنځ د کنترول پر اصلي کرښه چې په اصل کې سرحد دی، له يو بل سره مامخ ول. د هند په لداخ او د چين له خوا په اداره کیدونکي سيمه اکسايي چن کې د عسکرو ځای پر ځای کولو د دواړو هيوادونو ترمنځ ترينګلتيا رامنځته کړې وه.

په ۱۹۶۲م کال کې د دواړو هيوادونو ترمنځ له جګړې راهيسې سرحد په سمه توګه پيژندل شوی يا تعريف شوی نه دی. 

د ۲۰۲۰م کال په جون مياشت کې په ګالوان دره کې د جګړې په ترڅ کې ۲۰ هندي عسکر ووژل شول چې دا په تیرو څلويښتو کلونو کې په دې سرحدي شخړه کې لومړي تلفات ول.

د چين حکومت هم د روانې میاشتې په سر کې تاييد کړې وه چې د دغه نښتو په ترڅ کې يې څلور عسکر وژل شوي ول.

Tibet China Indien Beerdigung Nyima Tenzin
د هند او چين ترمنځ نښتو کې مرګ ژوبله هم اوښتې وهانځور: Reuters

هند ادعا کوله چې چينايي عسکرو د هغوی په سیمه کې مداخله کړې. خو چين دا ډول مداخله ردوله او پر هندي عسکرو يې د پاروونکي چلن تورت لګولی وو. 

له جون مياشتې راهيسې د لوړ پوړو چارواکو په کچه د خبرو اترو تر نهو پړاونو وروسته، د هند د دفاع وزير راجنات سنګ تیره اونۍ تاييد کړه چې دواړې خواوې به د پانګونګ جهيل له سيمې ووځي.

خو چارواکو ويلي چې د دواړو هيوادونو ځواکونه به د سرحد په نورو سيمو کې پاته وي.

اوس وضيعت څرنګه دی؟

د هند « The Hindu» ورځپاڼې په حواله يوه هندي چارواکي ويلي دي چې تر اوسه هم په سيمه کې ترينګلتيا له منځه نه ده تللې. نوموړي ويلي: «د جهيل پر سويلي او شمالي غاړو پراته په سونه عسکر له شخړیزو نقطو څخه پرشا شوي او نورو ژورو سيمو ته یې حرکت کړی دی. خو په سيمه کې اوس هم ډېر عسکر موجود دي.»

له سيمې څخه د پرشا کيدو پروسه د فيبرورۍ پر لسمه نېټه پېل شوې ده، خو د دواړو خواو چارواکي به ليدنو کتنو ته ادامه ورکړي، څو د دې سرحدي شخړي په ترڅ کې ترينګلتياوې نورې هم کمې شي.

په ګډه اعلاميه کې زياته شوې: «دواړو خواو پر دې توافق کړی دی چې د خپلو دولتونو د مشرانو مهمه اجماع تعقيب کړي، خبرو او ديالوګ ته ادامه ورکړي، ځمکنې وضعيت کنترول او باثباته کړي او دواړو اړخونو ته د منلو وړ يوې حل لاري له پاره هلې ځلې وکړي څو پاتې ستونزې په دوامداره او منظم ډول حل شي او په ګډه په سرحدي سيمه کې سوله او امنيت تضمين کړي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: