1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان او چین وزیرانو د سرحدي شخړي په اړه خبري کړي

۱۳۹۹ شهریور ۱۶, یکشنبه

په همالیا کي د سرحدي شخړي د یوه حل پیدا کولو په خاطر د چین او هندوستان د دفاع وزیرانو په مسکو کي سره لیدلي دي. دا د جون میاشتي په اخره کي په سرحدي سیمه کي تر خونړیو نښتو وروسته لمړنۍ لیدنه کتنه وه.

https://p.dw.com/p/3i3zM
Indien Kaschmir Soldaten an der Grenze zu China
انځور: picture-alliance/Pacific Press/S. Hameed

لکه څنګه چي دواړو خواوو تایید کړې ده، دغه لیدنه کتنه د شانګهای د ګډي همکارۍ سازمان د سرمشریزي په څنډه کي د تیري جمعې په ورځ په مسکو کي تر سره سوې ده. خو معلومیږي، چي په خبرو کي پرمختګ نه دی راغلی.

د خبري آژانس شینهوا په حواله د چین د دفاع وزیر، وای فینګ ویلي دي چي« د نښتو او یوه خراب وضعیت د رامنځته کیدو مسئولیت یوازي د هندوستان پرغاړه دی.» په خبره یې د «چین پوځ به د خپلي هري لویشتي خاوري څخه دفاع وکړي.»

خو بیا د هندوستان د دفاع وزیر، راج نات سنګ د هغه د وزارت د یوې اطلاعیې پر اساس پر چین باندي په سرحد کي د چیني قواوو د تمرکز، تعرضي رفتار او داسي یوه کوښښ تور لګولی دی، چي غواړي وضع د ځان په ګټه یو طرفه تغیر کړي.

د جون د اخري په سرحدي نښتو کي حداقل ۲۰ هندي عسکر وژل سوي وه. دا د دغو دواړو اټومي قدرتونو تر منځ تر لسیزو وروسته یوه تر ټولو خرابه سرحدي واقعه وه. د دواړو هیوادو ترمنځ سرحدي شخړه د ډیره وخته څخه موجوده ده. د تیر قرن په شپیتمو کلونو کي یې تر منځ یو لنډ جنګ رامنځته سو، کوم چي چین ګټلی ؤ.