1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هندوستان

هند: د سیلانیانو کښتۍ ډوبیدو پيښه کې تر ۲۰ ډیر کسان مړه شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

د هند په سویلي ایالت کیراله کې د یکشنبې په ماښام ساحل ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبیدو پيښه کې لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي. په کښتۍ کې تر گنجایش ډیر خلک سپاره ول او اوس هم یو شمیر لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/4R1fx
Indien | Bootsunglück in Kerala
انځور: P.P. Afthab/AP

د کیراله د سپورت وزیر عبدالرحمن چې د سیاحت له وزیر پي ای محمد ریاض سره یي یوځای په مرستندویه کارونو کې همکاري کوله، د هند خبري آژانس ته وویل چې په مړه شوو کې اکثره یې ماشومان دي چې د ښوونځیو د دوبي رخصتۍ پر مهال په کښتۍ کې د چکر او سپریدو له پاره راغلي ول.

لیبیا: طرابلس ته نژدې د کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې په لسونو مهاجر مړه سوي

په کیراله کې سیمه ایز چارواکي وايي چې د کښتۍ ډوبیدو دغه پيښه د می په ۷ نیټه ماښام شاوخوا ۷ بجې د ملاپورم ولسوالۍ په تنور سیمه کې رامنځته شوې. پولیسو ویلي دي چې د کښتۍ د مالک پر وړاندې د قتل دوسیه هم ثبت شوې ده.

که څه هم تر اوسه پورې په کښتۍ کې د سپورو کسانو دقیق شمیر نه دی معلوم، خو چارواکو ویلي دي چې ۴۰ کسانو د سپریدو ټکټونه اخیستي ول او یو شمیر بې ټکټه هم وو. د رپوټونو په حواله د کښتۍ مالک حفاظتي جواز هم نه درلود.

د هغو کسانو د موندنې هڅې روانې دي چې تر اوسه لادرکه دي. د احتمالي مړو پيدا کولو له پاره په اوبو کې کار ورکوونکو یا واټر پروف کمرو څخه کار اخیستل کیږي.

د اطلاعاتو په حواله په کښتۍ کې سپاره کسان اکثره سیمه ایز سیلانیان ول. ډير شمیر سیاستوالو پر دې پیښې خپله غمرازي ښودلې ده. لومړي وزیر نریندر مودي هم خپله خواشینې ښودلې ده او د قربانیانو کورنیو سره یي د دوه سوه زره هندي روپیو مرستې اعلان کړی دی.

بنګله دیش: د کښتۍ ډوبیدو پيښه کې ۲۵ هندو زیارت کوونکي مړه شوي

ایالتي وزیر اعلی پنارائې ویجئن هم د پیښې په اړه د خواشينۍ څرگندولو په ترڅ کې یوه اعلامیه خپره کړې ده او د ملاپورم کلکټر ولسوالۍ اړونده ادارې ته یي د ژغورنې د بیړنیو عملیاتو امر کړی دی. وزیر اعلی نن د دوشنبې ورځې له پاره خپل ټول رسمي پروگرامونه لغوه کړي دي او سهار یي ځان تنور سیمې ته رسولی و.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص