1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله دیش: د کښتۍ ډوبیدو پيښه کې۲۵ هندو زیارت کوونکي مړه شوي

۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

په کارټوا سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله چې هندو زیات کونکي په کې سپاره ول لږ تر لږه ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په بنګله دیش کې د کښتیو د ډوبیدو په پيښو کې هر کال په سلګونو انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

https://p.dw.com/p/4HKwn
په بندګله دیش کې ډیري وختونه د کښتیو د ډوبیدو پيښې رامنځته کیږي
په بندګله دیش کې ډیري وختونه د کښتیو د ډوبیدو پيښې رامنځته کیږيانځور: Zakir Hossain Chowdhury/AA/picture alliance

دغه پيښه د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۲۵ نیټه) د بنګله دیش بوډا کلي ته نږدې د کارټوا په نهر یا سند کې رامنځته شوه. په کښتۍ کې تر ګنجایش ډیر کسان سپاره ول. دوی د هندوانو په مهالیه مراسمو کې د ګډون له پاره یوه مندر ته د عبادت په خاطر روان ول.

د شمالي پنچ ګړ ولسوال ظهور الاسلام ویلي دي چې تر اوسه پورې د ۱۲ میرمنو او ۸ ماشومانو په ګډون ۲۵ مړي موندل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې د ژغورنې عملیات او په قربانیانو پسې لټون روان دی. هغه ویلي چې د لادرکه کسانو دقیق شمیر نه دی معلوم خو په کښتۍ کې د ژغورل شوو کسانو په وینا تر ۷۰ ډير مسافر په کې سپاره ول.

د یو شمیر اطلاعاتو پر بنسټ په کښتۍ کې نږدې ۱۰۰ تنه سپاره ول. یوه لوړپوړي پولیس افسر د ای اف پي خبري آژانس ته ویلي دي چې یو شمیر کسان د لامبو وهلو په مرسته توانیدلي دي چې ځانونه ساحل ته ورسوي.

بنګله دېش کې اورلګېدنې په لسونو تنه وژلي او په سوونو ټپيان کړي

په بنګله دیش کې هر کال د کښتۍ په حادثاتو کې په سلګونو انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. په تیر دسمبر کې په یوې څو پوړیزې کښتۍ کې د اور لګیدنې په پيښه کې ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه وکړی و.

کارپوهان وايي چې ډیري وختونه د نیمګړو حفاظتي مقراراتو او کښتیو د خراب وضعیت له کبله دا ډول پيښې رامنځته کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ب. ص