1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ته د حنيف اتمر د سفر اهميت

۱۴۰۰ فروردین ۳, سه‌شنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په يوه درې ورځني سفر هند ته تللی. تر دې مخکې د امريکا د دفاع وزير هم هند ته سفر لاره. امريکا د افغانستان د سولې په پروسه کې د هند د لا پراخ نقش غوښتونکی دی.

https://p.dw.com/p/3qzqS
Afghanistan Sicherheitsspitze tritt zurück | Nationaler Sicherheitsberater Mohammad Hanif Atmar
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/A. Korotayev

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په درې ورځني سفر هند ته تللی. له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو او د امريکا له خوا د افغانستان د سولې په پروسه کې د هند د پراخ نقش غوښتني له مخي د اتمر دغه سفر ډېر مهم ګڼل کيږي.

محمد حنيف اتمر د دوشنبې په ورځ له خپل هندي سيال سرامنيم جی شنکر سره په افغانستان کې د سولې ترڅنګ پر ځينو نورو موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اريندم باګچي وويل چې دواړو مشرانو پر سيمه ایزو موضوعاتو او همدا راز پر خپل منځي تجارت، پانګونې، امنيتي همکارۍ او د پايداره سولې پر موضوعاتو خبرې وکړې.

د افغان سولې له پاره هلې ځلې

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې هند ته سفر کړی دی چې همدا څو ورځې تر مخه د روسیې په کوربتوب په مسکو کې د افغانستان د سولي خبري د گړندي کولو په موخه يوه غونډه رابلل شوې وه. د غونډي گډونوالو په افغانستان کې د جگړې د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه وکړه.

د يکشنبې په ورځ د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزير لويد اوستن هم هند ته سفر کړی وو چې د دفاع وزير ايس جی شنکر سره یې د ملاقات پر وخت د افغانستان د سولې پر پروسې هم خبرې وکړې. د جو بايدن اداره غواړي چې هند په افغانستان کې د سولې راوستو په تړاو پراخ نقش ولري.

د هند د بهرنيو چارو وزير د روانې مياشتي په سر کې د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم ليدلي ول.

د هند دريځ

د هند دريځ دا دی چې په افغانستان کې د سولې او پخلايني پروسه بايد پخپله افغانان مخي ته بوزي، چې په هغه کې عادي افغانان هم ونډه ولري او بل هیڅ هيواد مداخله پکې و نه کړي.

هند د ۲۰۲۰م کال په فيبروري مياشت کې د ترمپ ادارې او طالبانو ترمنځ تړون راهيسې پر سياسي وضعيت ژور نظر لري او دغه هيواد څو ځلي غوښتنه کړې ده چې د افغانستان د خوندي راتلونکي او سوکالۍ له پاره بايد د افغانستان ټول قشرونه په گډه هلي ځلي وکړي.

هند په افغانستان کې په بېلا بېلو پراختيايي پروژو کې هم مرسته کوي او دغه هيواد تر اوسه په افغانستان کې په مختلفو ودانیزو پروژې کې دوه ميليارده ډالره مصرف کړي دي. تېر کال هم هند په افغانستان کې د تر سلو ډېرو پروژو له پاره د ۸۰ ميليونه ډالرو مرستي اعلان وکړ.

د بهرنيو چارو وزير د سفر اهميت

د هند کارپوهان په دې آند دي چې په داسې حال کې په نړيواله کچه په افغانستان کې د سولې له پاره هلې ځلې زياتې شوي دي، د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير دا سفر ډېر اهميت لري.

په افغانستان کې د هند پخواني سفير ګوتم مکهوپادهياي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې يوې باانډوله پايلې ته د رسيدو له پاره د سولې په پروسه کې د هند شاميليدل اړين دي.

نوموړي زياته کړه: «د نورو هيوادو برعکس هند نه غواړي د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره اړيکې ختمې کړي. هند له طالبانو سره هم خبرو اترو ته ليوال دی څو د سولې د رامنځته کیدو په موخه يو ښه تړون رامنځته شي. هند په تېر سپتمبر مياشت کې په دوحه کې د بين الافغاني خبرو په پرانيست غونډه کې ګډون کړی وو او د سولې له پاره يې خپل نيت ښوولی دی.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر به په نوي ډهلي کې، په کابل کې د هند د پخوانيو سفيرانو، میشتو افغان محصلينو او تجارانو سره هم وګوري او همدا راز به هلته له ميشتو افغان هندوانو او سکانو سره هم ملاقاتونه ولري.

نوموړی به د امنيت په برخه کې د هند د حکومت له مشاور اجيت ډوبهال سره هم ليده کاته ولري.

جاويد اختر، نوی ډهلی

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب