1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د هند نیم ميليونه دوزه د کرونا واکسین افغانستان ته ورسیدل

۱۳۹۹ بهمن ۱۹, یکشنبه

هندوستان له خوا افغانستان سره د کرونا ضد ۵۰۰ زره ډوزه د آسترازېنکا ډوله مرسته شوي واکسين د يکشنبې په ورځ کابل ته ورسیدل. دا افغانستان سره د کرونا ناروغۍ ضد د مرسته شوو واکسينونو لومړنۍ جوپه ده چې دغه هیواد ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/3p0nW
Bangladesch Dhaka | Ankunft von Oxford-Astrazeneca COVID-19 Impfstoff als Geschenk von Indien
د آرشيف انځورانځور: Mohammad Ponir Hossain/REUTERS

افغانستان ته له هندوستان څخه د کرونا واکسين په داسې حال کې رسيدلی دي چې افغانستان لا تر اوسه د روغتيا نړيوال سازمان له لوري د دغو واکسينونو د عاجلې استفادې جواز نه دی ترلاسه کړی.

د رويټرز خبري آژانس له کابله ليکي، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معافيت پروګرام مشر، غلام دستګير نظري وویل چې دغه واکسينونه د جواز تر رسيدلو پورې په کابل کې زیرمه کړل شوي دي. هغه هیله وښوده چې دغه جواز په يوه اوونۍ کې ورسيږي.

نظري په دې اړه وويل: «د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د [جواز] د تصديق پروسه تر کار لاندې ده. ډيره تمه ده چې په يوه اوونۍ کې بشپړ شي او بیا به موږ په ۳۴ ولایتونو کې د واکسیناسیون پروسه پيل کړو.»

دغه واکسين د هندوستان د سيروم انستيتوت له لوري (SII) تولید شوي، کوم چې د آنسترازېنکا/آکسفورډ پوهنتون يې د ټيټ او متوسط عوايد درلودونکو هیوادونو له پاره جوړوي.

Afghanistan Corona-Pandemie
په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ناروغۍ ۵۵۳۳۵ مثتبې پيښې ثبت شوي او ۲۴۱۰ تنه د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي ديانځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

د نظري په خبره، روغتيايي کارکونکي، امنيتي ځواکونه، ښوونکي او حکومتي ماموران به په لومړي سر کې له دغه واکسین څخه برخمن شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه واکسین د انتقال له پاره ۳ زره کسانو ته اړتیا ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزرات ورته تر اوسه ۱۰۰۰ تنه روزلي دي.

د معافيت پروګرام مشر وویل، چين هم پلان لري چې افغانستان سره د ۲۰۰ زره ډوزو کرونا واکسين مرسته وکړي.

د افغانستان د عامې روغتيايي وزارت چارواکي دغه راز وايي چې د ملګرو ملتونو سازمان د کوواکس (COVAX) نړيوال پروګرام هم په پام کې لري تر څو د افغانستان د ۳۸ ميليونه نفوس برخې شل سلنې د کرونا واکسین تر پوښښ لاندې ونیسي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه هیواد کې تر اوسه کرونا ناروغۍ ۵۵۳۳۵ مثتبې پيښې ثبت شوي او ۲۴۱۰ تنه يې له امله مړه شوي دي. خو داسې هم ويل کيږي چې اصلي ارقام به ښايي له رسمي هغو څخه لوړ دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم هم کتلی شئ: