1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا احتجاجونه به د قاضي القضات له دندې د ګوښه کیدو سبب شي؟

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

په پاکستان کې قاضي القضات یوازې په اساسي قانون کې د ذکر شوو شرایطو له مخې له دندې لیري کیدلی شي. د قانون پوهانو په حواله د خلکو په راټولولو سره استعفا کولو ته پر قاضي القضات باندې فشار اچول محکمې ته سپکاوی دی.

https://p.dw.com/p/4RMy2
Pakistan | Protest Islamabad
انځور: Abdul Sattar/DW

په پاکستان کې واکمن ډېر شمیر سیاسي ګوندونه د مولانا فضل الرحمن په بلنه په اسلام آباد کې په داسې یوه احتجاج کې ګډون کوي چې د پاکستان د قاضي القضات عمر عطا بندیال د «جانبدارۍ او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په ملاتړ شوو پریکړو» پر ضد رابلل شوی دی.

د اسلام آباد لوړې محکمې د عمران خان ضمانت منلی دی

د فضل الرحمن په خبره دغه احتجاج به تر نامعلوم وخته پورې دوام وکړي او هغه وخت به پای ته ورسیږي چې قاضي القضات له دندې استعفا وکړي.

د پاکستان له څلورو ایالتونو نه په زرګونو کسان پلازمېنې اسلام آباد ته ورغلي دي. د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري او د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند مرستیاله مریم نواز هم په دغو مظاهرو کې ګډون کړی دی.

محکمې ته د سپکاوي ویره

مشهور شنونکي داکتر عاصم الله بخش له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د حکومتي ګوندونو د احتجاج وخت ډیر مهم وي. د هغه په خبره دا احتجاج په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې ستره محکمه د ډیرو مهمو قضیو په هکله استماعي غونډې کوي.

Pakistan | Protest Islamabad
په اسلام آباد کې د پي ډي ام احتجاجي مظاهرهانځور: Abdul Sattar/DW

سترې محکمې د می په ۱۴ نیټه په پنجاب ایالت کې د ټاکنو ترسره کولو پریکړه کړې وه، خو د می ۱۴ تیره شوه او د محکمې پریکړه عملي نه شوه. محکمه نن د ټاکنو کمیسیون له خوا پر دې پریکړې له سره غور کولو پر وړاندیز هم استماعیه غونډه لري.

د داکتر عاصم په خبره حکومتي شخصیتونه ویره لري چې قاضي القضات په همدې منځ کې محکمې ته د سپکاوي دوسیه هم پیلولی شي له همدې امله حکومت نن د مرکزي کابینې او پارلمان ګډه غونډه رابللې ده چې په کې د عمران خان تر نیول کیدو وروسته پر رامنځته شوي وضعیت غور وکړي.

«یوازې الله ج پاکستان ژغورلی شي»

د پاکستان مشهور قانون پوه او د لاهور د عالي محکمې پخوانۍ قاضۍ ناصره جاوید دویچه ویله ته وویل که د څو زرو کسانو په را ټولولو سره د قاضي القضات کور ته د استولو دود رامنځته کړای شي، نو په راتلونکي کې به د هر کومې اختلافي موضوع په هکله د پریکړې په پایله کې د قاضي القضات کور ته استول کوم مشکل کار نه وي.

د عمران خان پر نیونه د سترې محکمې او حکومت تر منځ اختلاف

د هغې په آند دا پر عدلیه د فشار اچولو او د خپلې خوښې مطابق پریکړو کولو یوه هڅه ده. د دغې سیاستوالې په خبره که دواړه سیاسي اړخونه خپل غړي سړکونو ته راوباسي، بیا نو هیڅ څوک د تباهۍ مخه نه شي نیولی.

ناصره جاوید وویل: «زما په آند حالات ډیر خراب دي. پاکستان د یوې بې قانونه ځمکې جوړیدو پر لور روان دی. اوس دې نو الله د پاکستان حفاظت وکړي.»

په پاکستان کې ځینې څارونکي په دې نظر دي چې د پاکستان اوسني قاضي القضات ته د اوږدې مودې له پاره د رخصتۍ اخیستلو او یا هم دندې پریښودلو مشهوره ورکړل شوې وه، خو هغه د دغه فشار له قبلولو انکار وکړ چې له امله یې حالات خراب شول.

Pakistan | Protest Islamabad
په دغو مظاهرو کې په لسګونو کسانو ګډون کړی دیانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د مسلم لیګ نون یو شمیر مشران په دې نظر دي چې ستره محکمه یوازې ځانګړو افرادو ته د دوی دوسیو ته د رسیدګۍ له پاره وخت ورکوي او دوی په یو اړخیز ډول د پي ټي آی په ملاتړ کې پریکړې کوي.

د پي ډی ام احتجاج

د پاکستان پيپلز ګوند یوه سیاستوال قمر الزمان کائره وویل چې د مجبوریت پر بنسټ د احتجاج پریکړه شوې ده. د هغه په وینا «کله چې ټولې لارې بندې شي بیا نو یوازې د احتجاج لاره باقي پاتې کیږي».

دا هر څه په داسې یو وخت کې کیږي چې پر دولتي او پوځي املاکو د بریدونو په تور د پنجاب ایالت د ۳۵۰۰ غړو په ګډون په دغه هیواد کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند ډیر شمیر مهم سیاستوال نیول شوي دي.

عمران خان پر خپلو پلویانو د «آزادۍ» له پاره مظاهرو غږ کړی

د ټول هیواد په کچه تر ګرفتاریانو وروسته د یکشنبې په ورځ د پي ټي آی په بلنه په هیڅ ځای کې کومه لویه احتجاجي مظاهره ونه شوه.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص