1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

د سره صليب کمېټه ۲۵ کلینيکونه طالبانو ته سپاري

۱۴۰۲ شهریور ۷, سه‌شنبه

د سره صليب نړيواله کمېټه د بودیجې د کمښت له کبله په افغانستان کې د ۲۵ روغتونو مسئوليت د طالبانو ادارې ته سپاري. خو دې ټولنې ويلي دي چې د نورو په لسونو روغتيايي مرکزونو ملاتړ ته به ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/4Vi3j
د سره صليب کميټې ويلي دي چې افغانستان کې د بوديجې له کمښت سره مخامخه ده
د سره صليب کميټې ويلي دي چې افغانستان کې د بوديجې له کمښت سره مخامخه دهانځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د آلمان خبري آژانس (ډي پي اې) په حواله د سره صليب نړيواله کمېټه په پام کې لري چې په افغانستان کې د ۲۵ روغتونو له ملاتړه لاس واخلي او چارې یې طالب چارواکو ته وسپاري.

په افغانستان کې د سره صليب کمېټې مشر ايلوی فيلون د ټولنیزې شبکې ايکس له لارې چې مخکې تويتر بلل کيده، ویلي دي: «موږ اوس دا مسئوليت [طالب] چارواکو ته سپارو.»

د طالبانو د روغتيا وزارت وياند دا خبره تائيد کړې ده چې د روانې میاشتې تر پايه پورې به د دې کلينيکونو مسئوليت طالبانو ته وسپارل شي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان وويل: «انشاالله موږ به د خپلې داخلي بودجې له لارې د دې خدمات د رسولو هڅه وکړو.»

په تېرو دوو کلونو کې يعني واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې هم دې کمېټې د ۳۳ کلينيکونو مالي ملاتړ کاوه او اوس ظاهراً د نړيوالو مرستو د کمښت له کبله د بودجې له کمښت سره مخامخ ده.

اړونده موضوع: افغانستان کې د طبي مراقبت له بحران څخه خبرداری

سره صليب کمېټې ويلي دي چې تر اوسه يې په ټول هېواد کې د دې ۳۳ کلينيکونو تر لسو زرو ډېرو افغان ډاکترانو، نرسانو او نورو کارکوونکو ته معاشونو ورکول کيږي.

له دې ۳۳ کلينيکونو څخه اته لا د روان کال په پېل کې طالبانو ته سپارل شوي ول.

د دې ټولنې له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي دی: «په نړۍ کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د عملياتو دويم ستر ځای افغانستان دی او موږ د دې هېواد د پريښودو اراده نه لرو.»

زياته شوې ده چې دا سازمان په پام کې لري چې روغتيايي خدماتو له لومړيو ۴۷ مرکزونو څخه په ملاتړ سره روغتيايي خدماتو ته دوام ورکړي.

سره صليب همدا راز وويل چې غواړي په زندانونو کې د روغتيايي وضعيت د ښه کولو له پاره هم خپل کار ته ادامه ورکړي. دې سازمان له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره مرستې جاري وساتي.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

آیا د افغانستان روغتیایي سیستم د متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی؟