1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په افغانستان کي بشري وضعیت لا پسي خراب سوی

۱۳۹۹ اسفند ۱, جمعه

له لوږي سره د مبارزې سازمان په اندیښنې سره په افغانستان کي د خراب بشري وضعیت په اړه ویلي دي چي ددغه هیواد د نفوس نیمايي برخه له لوږي او فقر سره مخامخ ده. د ژمي سختي یخني دغه حالت لاپسي سخت کړی دی.

https://p.dw.com/p/3paLY
Afghanistan Kabul Flüchtlingslager
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د لوږي د نړیوال سازمان مشر، توماس تن بویر د پنجشنبې په ورځ په کابل کي په دغه هیواد کي د فقر او لوږي له زیاتولي څخه خبرداری ورکړ او ويې ویل چي دغه سازمان په افغانستان کي د مخ پر زیاتیدونکي خراب بشري وضعیت له امله سخت اندیښمن دی.

د هغه په خبره «په دې ترڅ کي په افغانستان کي ۱۸،۴ میلیونه انسانان یوازي د ژوندي پاته کیدو له پاره بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه رقم د نوموړي هیواد د نفوسو نیمايي برخه جوړوي او د تیرکال په پرتله څلور برابره زیاتوالی ښيي.»

توماس تن بویر زیاته کړې: «د روان میلادي کال په ادامه به له هرو دوو کوچنیانو څخه چي پنځه کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي، یو یې له خوارځواکۍ سره مخامخ سي.»

له لوږي سره د مبارزې نړیوال سازمان همدارنګه په افغانستان کي د تشدد له زیاتوالي او دوام څخه هم اندیښنه څرګنده کړه.

دا په داسي حال کي ده چي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو پر بیرته پیل کیدو سربیره، د افغان حکومت په ملاتړ پوځي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړه همداسي دوام لري.

هر کال په زرونو کسان د جګړو، نښتو او زورزیاتیو له امله د افغانستان له مختلفو سیمو څخه تیښتي ته مجبوره کیږي او ددغه هیواد په دننه کي کډوالۍ ته غاړه ږدي. د کرونا پاندیمي هم د افغانستان اقتصادي حالت نور هم خراب او له سخت خطر سره مخامخ کړی دی.

د ژمي یخني هم نوموړی حالت لاپسي خطرناک کړی دي، د ژمي موسم معمولاً په افغانستان کي بشري حالت لاپسي خرابوي.