1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سخت ژمی تر ۳۰۰ زرو زياتو افغان ماشومانو ژوند ګواښي

۱۳۹۹ دی ۱۱, پنجشنبه

په افغانستان کې تر۳۰۰ زرو ډير ماشومان له يو سخت او ستونزمن ژمي سره مخ دي. یو بشري سازمان ويلي چې دغه ماشومان په داسې وضعيت کې دي چې د ژمې مناسبې جامې او د ځان تودولو امکانات نه لري چې دا د ناروغیو او مړينې سبب ګرځيدی شي.

https://p.dw.com/p/3nPbS
Afghanistan Winter & Schnee in Kabul | Kinder, Binnenflüchtlinge
په کابل کې د داخلي جګړو له کبله د بې ځایه شوو په يو کمپ کې افغان ماشومان - د آرشيف انځورانځور: Reuters/M. Ismail

په افغانستان کې روانو جګړو د ډېرو افغانانو کورونه ويجاړ کړي او په زرونو افغان ماشومان يې د خپلو کورونه پريښودو ته اړ کړي دي چې اوس د بېځايه شوو په کمپونو کې په خورا سخت وضعيت کې خپلې شپې او ورځې تيروي.

له کابل څخه د فرانسې خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ ليکلي دي چي د دغو ماشومانو سختې ستونزې يوازې په لوږه، ناروغيو او د کرونا وبا په خطر کې نه خلاصيږي، بلکې د ژمې د ډيري سړې هوا له امله تلف کیدل، بله لویه ستونزه ده چې دوی یې له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق (Save the Children) مشر، کریس نیامندې، د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د افغانستان په شمال کې د لومړنۍ واورې وريدا، په ځانګړې توګه د ماشومانو پر وضعيت ډير ناوړه اغیز کړی دی.

په اعلاميه کې د نیامندي له قوله ويل شوي: «تر ټولو اغېرمن شوي ماشومان هغه دي چې ښوونځي يې د ژمي په ساړه موسم کې تړل شوي دي.» هغه زياته کړې: «د دوی کورنۍ په کافي اندازه پیسې نه لري چې د ژمي جامې واخلي، پر ځای يې خپل ماشومان اړ کړي چې له کورونو ونه وځي تر څو د سختې سړې هوا له زيان څخه لرې وي.»

د افغانستان په سړو سيمو کې ښوونځي تر مارچ مياشتې پورې رخصت وي. په دغو سیمو کې په ژمي کې هوا تر منفي ۲۷ درجې سانتيګراد پوري راکښته کيږي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق، د افغانستان له ۳۶ ولایتونو څخه د ۱۲ ولایتونو څه باندې ۱۰۰ زره کورنيو له پاره ژمني توکي برابر کړي دي.

په دغو توکو کې د سوند مواد او بخارۍ، کمپلې او ژمنۍ جامې شاملې دي. تر څنګ د ماشومانو له پاره جمپرونه، جرابې، بوټونه او خوليانې هم په نظر کې نيول شوي دي.

Afghanistan Winter | Schnee in Kabul
د بيځایه شوو کورنیو ماشومان وايي چې د ډيرې سړې هوا له کبله شپې خوب نه شي کولای - آرشيفانځور: DW/G. Adeli

نیامندي وايي: «د هغو ماشومانو له پاره وضعيت ډير خراب دی، چې د بلخ په څير سيمو کې په کمپونو کې ژوند کولو ته اړ کړل شوي دي.» هلته له اوسه هوا ډيره سړه ده. د شپې له خوا هوا آن تر منفي لسو پورې راښکته کيږي. هوا به تر دې نوره هم سړه شي.» هغه زیاتوي د افغانستان ژمی، د زرونو ماشومانو د ژوند د بقا له پاره يو مهم وخت دی.»

له بل لورې په افغانستان کې د جګړو ګراف هم په داسې حال کې لوړ دی، چې په قطر کې د سولې مذاکرات روان دي. په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټيمونه هڅه کوي تر څو په افغانستان کې د څلورو لسيزو روانو جګړو ته يوه سوليزه حل لاره پيدا کړي.

۱۲ کلنه روحينا يوه له هغو ماشومانو څخه ده چې د خپل کور پريښودو ته اړ شوې او اوس د بلخ په يوه کمپ کې اوسيږي. هغه د ماشومانو د ژغورنې صندوق سازمان په ملاتړ، روزنيزو ټولګيو کې شامله شوې ده. روحينا وايي: «موږ بې وزله يوو او تر شنه آسمان لاندې ژوند کوو... زه او زما خويندې او وروڼه نه شو کولای د يخي هوا له کبله د شپې خوب وکړو.» هغه زياتوي: «په داسې يو وضعيت کې به څوک زده کړه وشي کړی؟»

د کابل ښار شمال ته په یو کمپ کې هم څه باندې ۷۰۰ کورنۍ اوسیږي. دغه کورنۍ د داخلي جګړو له امله د خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي. دوی او نورې کورنۍ د پخلي او د ځانونو د تودلو له پاره، د دوی په شاوخوا کې له پرتو کثافاتو څخه کار اخلي.

لس کلن محمد داد چې په دغه کمپ کې اوسيږي وايي: «د شپې له خوا او سهار هوا ډیره سړي وي، موږ نه خس لرو او نه هم سکاره.» هغه زیاتوي: «موږ کمپلې نه لرو، موږ پلاستيکونه سوځوو او په هماغو ځانونه تودوو.»

له محمد داد سره د هغه ۵۰ کلنه انا، ريحان هم په دغه کمپ کې ژوند کوي. د دوی ټوله کورنۍ ۷ کسان دي. ريحان وايي چې د زړو پلاستيکونو اور ډیر لږ دی او دوی پرې ډیر کم وخت ځانونه تودولی شي. هغه وايي: «ماشومان ناروغان دي. دوی شپي تر سهاره پورې ټوخيږي.»

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.