1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

م.م: په ميليونو پاکستاني ماشومان پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري

۱۴۰۲ فروردین ۱, سه‌شنبه

يونيسف خبرداری ورکړی دی چې د تېر دوبي د ويجاړونکو سيلابونو څخه په اغیزمنو سيمو کې په ميلیونو کسان د څښلو پاک او خوندي اوبو ته لاس رسی نه لري.

https://p.dw.com/p/4P0mE
يونيسف ويلي دي چې په پاکستان کې تر دوو میليونو ډېر ماشومانو پاکو ته لاس رسی نه لري
يونيسف ويلي دي چې په پاکستان کې تر دوو میليونو ډېر ماشومانو پاکو ته لاس رسی نه لريانځور: DW/R. Saeed

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې په میليونو هغه وګړي چې شپږ مياشتې مخکې د سختو سېلابونو له کبله اغیزمن شوي ول، بالقوه ناروغۍ رامنځته کوونکې اوبه کاروي.

يونيسف د اوبو د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې تر لسو ميليونو ډېر وګړي چې ماشومان هم پکې شامل دي په سيلاب ځپلو سيمو کې مجبور دي چې ککړې اوبه وڅښي.

اړونده موضوع:  په پاکستان کې د اوبو د کمښت ستونزي

په پاکستان کې د يونيسف استازي عبدالله فاضل وويل: «د څښلو پاکې اوبه کوم امتياز نه، بلکې بنسټیز بشري حق دی.»

نوموړي وويل: «دمګړۍ هر ورځ په ميليونه پاکستاني ماشومان، نجونې او هلکان د ناولو اوبو له کبله د رامنځته شويو ناروغيو او په نتیجه کې یې د رامنځته شوې خوارځواکۍ پر ضد مبازره بايلي چې مخه یې نيول کیدلای شي.»

په اعلاميه کې ويل شوي چې د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې سختو سېلابونو په اغیزمنو شويو سيمو کې د اوبو رسولو زياتره سيسټمونه ويجاړ کړل او په دې توګه یې تر ۵،۴ میلیونو ډېر خلک چې ۲،۵ میليونه یې ماشومان دي، مجبور کړل چې د حوضونو او کويانو پر ککړو اوبو تکیه وکړي.

اړونده موضوع: هند پر پاکستان د درو سيندونو اوبه بندې کړي دي

د سېلاب اوبو په سند ايالت کې تر زرو ډېر روغتيايي کلينکونه هم زيانمن کړي چېرې چې ميليونونه خلک اوس هم د اوبو د سطحې کښته کيدو ته انتظار باسي.

تر شپږو مياشتو تېريدو وروسته هم ډیری اغیزمن د ولاړو اوبو ترڅنګ په خیمو کې ژوند کوي چې دا څه د کوليرا، اسهال یا نسناستی، ډینګي تبې او ملاريا د خپريدو زمينه برابروي. 

تېر کال د مونسون موسمي اورښتونو له کبله رامنځته شويو سيلابونو ۳۳ ميلیونه انسانان اغیزمن کړل او د پاکستان يو په درېمه برخه یې په اوبو کې ډوبه کړې وه. د سيلابونو له کبله رسېدلی مالي زيان کابو ۴۰ میليارډه ډالر اټکل شوی وو.

ب. ص/ ش. ن (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: