1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه قاچاق شوي څو ټنه هیروين په هند کې نيول شوي

۱۴۰۰ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

له افغانستان څخه قاچاق شوي کابو درې ټنه هيروين د هند په يوه بندر کې نيول شوي دي. د دغه مخدره موادو په قاچاق کې افغانانو هم لاس درلود.

https://p.dw.com/p/40atK
Afghanistan Mohnernte in Kandahar
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

هندي چارواکو ويلي دي چې له افغانستان څخه دغه هيروين چې بیه يې کابو ۲،۷ ميليارده ډالر کيږي، په دوو کانتینرونو کې پټ ځای پر ځای شوي ول.

زياته شوې ده چې دغه مخدره مواد د يوه ايراني بندر له لارې هند ته رسېدلي ول او بيا په لويدېځ ايالت جګرات کې ونيول شول. د پلټنو پر اساس د دې نشه يي توکو په قاچاق کې افغانانو هم لاس درلود.

ماليزيا د نشه يي موادو «کريستال» يوه ستره محموله نيولې ده

افغانستان په نړۍ کې د هیروينو تر ټولو ستر توليدونکی هېواد دی. د طالبانو له پاره چې په دې وروستيو کې یې افغانستان ولکه کړ، د کوکنارو کرکيله چې تارياک او هیروين ترې ترلاسه کيږي، د عايد يوه مهمه سرچينه ګڼل کيږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: