1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماليزيا د نشه يي موادو «کريستال» يوه ستره محموله نيولې ده

۱۳۹۹ آذر ۲۴, دوشنبه

د ماليزيا چارواکو د مخدره موادو يو داسي ستر مقدار کشف کړی او نيولی دی چې په ميليونو ډالر ارزښت لري. دا د مالیزيا له پاره چې د مخدره موادو د اعتياد له ستونزې سره لاس او گريوان دی، يو ستر بری دی.

https://p.dw.com/p/3mhcn
Malaysia Beschlagnahmte Drogen
انځور: Malaysian Maritime Enforcement Agency/AP/picture alliance

د ماليزيا چارواکو اعلان کړی دی چې د غير قانوني مخدره توکي مت آمفتامين بې ساري ستره محموله یې نيولې ده. دا مخدره مواد د کريستال او ښيښې په نومونو هم ياديږي.

د ماليزيا سمندري ځواکونو د گزمې پر وخت دا ستره محموله چې دوه ټنه وزن لري او ارزښت یې ۲۶ ميليونه امريکايي ډالر دی، د دسمبر پر نهمه نيټه په پينانگ ساحل کې په يوې کوچنۍ کښتۍ کې نيولې ده.

د مالیزيا د سمندري ځواک مشر زوبيل مات د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا کشف او ضبط د سمندري ځواک په ۱۵ کلن تاريخ کې يو ريکارد دی.»

کښتۍ چلوونکی چې غوښتل یې وتښتي، د پوليسو له خوا نيول شوی دی. په کښتۍ کې پر هغه سربيره بل څوک سپاره نه ول.

دا مخدره مواد چې ۲،۱۱۸ کيلو گرامه وزن یې درلود د چينايي چای په ۱۳۰ پاکټونو کې ځای پر ځای شوي ول.

کريستال: د ميلياردو ډالرو صنعت

روښانه شوې نه ده چې دا نشه يي توکي په کوم ځای کې توليد شوي، خو زوبيل د دې موادو د بسته بندۍ څخه دې نتیجې ته رسیدلی چې دا احتمالاً د ميانمار د «طلايي مثلث» په نامه مشهورې سيمې څخه قاچاق شوي وي.

طلايي مثلث يوه لیرې پرته ځنگلي سيمه ده چې د ميانمار، لاوس او تايلیند سرحدونه سره نښلوي. دا سيمه له ډېرې مودې راهيسې د هیروينو او په دې وروستيو کې په تیره بيا د کريستال يا ښيښې د توليد په مرکز بدله شوې ده.

Symbolbild Drogenschmuggel
د طلايي مثلث په نوم مشهوره سيمه کې له ډېرې مودې راهيسې د مخدره موادو د توليد مرکزونه شتون لري انځور: picture-alliance/dpa

دا نشه يي توکي ټولې ختیځې آسيا، چين او آسترليا ته قاچاقيږي او د يوه څو میليارد ډالري غير قانوني صنعت برخه ده.

د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې مبارزې دفتر د محاسبې په حواله په يوه کال کې په آسيا کې د کابو ۶۰ ميليارده يورو په ارزښت د مت آمفتامين تجارت ترسره کیږي.

ماليزيا د اعتياد له ستر مشکل سره مخامخ دی او د مخدره موادو په قاچاق کې د ښکيلو له پاره یې قانون د مرگ سزا په نظر کې لري.

چارواکي په دې آند دي چې دا نيول شوې محموله د ماليزيا څخه دباندې نورو بازارونو له پاره په نظر کې نيول شوې وه چې هلته به په څو چنده لوړه بيه پلورل شوي وای.

د مالیزيا د سمندري ځواک مشر زوبيل مات د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې قاچاقبران د کرونا بحران له وجې له نويو لارو چارو کار اخلي، خو زياته یې کړه چې د مالیزيا ساحلي گارد د غير قانوني تجارت د مخنيوي له پاره د پوليسو سره جوخته همکاري لري.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: