1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې واورې او سختو ورښتونو لږ تر لږه ۳ تنه وژلي

۱۴۰۲ فروردین ۶, یکشنبه

په افغانستان کې واورې او د باران ورښتونو د يو ماشوم په ګډون لږ تر لږه درې تنه وژلي دي. دغه خبره د طالبانو د حکومت يوه وياند کړې ده.

https://p.dw.com/p/4PFzc
آرشيف انځور
آرشيف انځورانځور: Ali Khara/REUTERS

د هوا دغه افراطي وضعيت د هېواد په بېلو برخو کې نهه ولايتونه اغېزمن کړي دي. په بلخ، زابل، فراه، روزګان، نيمروز، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونه ډیر اغیزمن شوي دي. د ډېرې واورې او باران په نتيجه کې اووه تنه ژوبل شوي هم دي او له ۷۵۰ ډېر کورونه قسماً يا په بشپړه توګه نړېدلي دي.وروستیو اورښتونو او زلزلې کې ۱۳ کسان مړه او ۶۷ ټپیان شوي

سربېره پر دې زراعتي ځمکې هم ويجاړې شوې دي. دغه خبره شفيع الله رحيمي کړې ده چې پېښو ته د رسېدنې د وزارت وياند دی. د ده په وينا دولتي ديپارتمنتونه اغېزمنو کورنيو ته د اړتيا وړ شيان لکه خواړه، خېمې او کمپلې وېشي. د ژغورنې ټيمونه به ډېر ژر اغېزمنو سيمو ته واستول شوي څو اوښتي زيانونه وارزوي.په بلخ کې سخت نيزونه (سيلابونه) راوتلي دي

رحيمي دا هم وويل چې د تېرې پنجشنبې د ۶،۵ په مقياس د زلزلې د مړو شمېر په دې ترڅ کې لوړ شوی نه دی. دغې زلزلې هم افغانستان او هم ګاونډي پاکستان ځپلې و. د نيمې شپې په دغه زلزله کې په افغانستان کې ۱۰ تنه ووژل او ۶۰ نور ټپيان شول. د یادې زلزلې له کبله په ټول هېواد کې له ۸۰۰ زيات کورونه ويجاړ شول.

په افغانستان کې زلزلې، سيلابونه او د هوا افراطي حالات ډېر ليدل کيږي. د جولای په مياشت کې هم يوې زورورې زلزلې د ختيځ افغانستان يوه غرنۍ سیمه لړزولې وه چې لږ تر لږه زر تنه په کې ووژل شول. هغه مهال له ۱۵۰۰ زيات تنه ټپيان او په زرونو کورونه ونړېدل.

ای پي/ن.ص/خ.ح